اسوشیټیډ پریس د ماسکو څخه خبر ورکوی چی نن سهار پر ۸ بجو د هغه ښار تر مځکی لاندی ریل ګاډی سیسټم کی دوې پرله پسې ځان وژونکي بمی حملې وسوې چی په نتیجه کی یې ۳۶ کسان ووژل او ۳۴ نور یې زخمیان کړل چی د ځینو روغتیایې حالت خطرناک دی . خبر زیاتوی چی دغه دوې حملې دوو ښځو وکړې او دا کارونو ته د خلکو د تګ وخت و . استخباراتی پولیسو وویل چی ښایی دا به د چچنیا والو حملې وی ځکه پولیسو د هغوی په لسګونو مشران وژلي دي او ځکه نو تیره میاشت د دغو مبارزینو مشر ( دوکو عمروف ) اخطار ورکړ چی موږ به خپلي حملې تر ماسکو پوری اږدې کړو او ځکه نو ښایی دا د همدې اخطار لومړنۍ حمله وی . خو بیا هم تر اوسه چا د دې حملې مسؤلیت نه دی قبول کړی . خبر زیاتوی چی د ماسکو تر مځکی لاندی سب وې کی هره ورځ اووه ملیونه ورختونکي انتقالیږی .