کور / تازه خبرونه / کندوز:فرهنګيان له چارواکو په کلتوري وده کي همکاري غواړي

کندوز:فرهنګيان له چارواکو په کلتوري وده کي همکاري غواړي

دکندوزولايت فرهنګيان وايي چې سمييزچارواکې دادب اوکلتور برخې ته سمه پاملرنه نه کوي .
ديادولايت دپسرلې ادبي اوکلتورې ټولنې مشرغلام حيدرحيدر د لراوبر ويب پاڼې سره په يوه ځانګړې مرکه وويل 🙁 د دوي ټولنې سره تردي دمه دادب اوکلتوردپرمختګ اوغوړيدالپاره هيچامرسته نده کړي .
حيدروايي څوڅوځلې يي دپسرلې ادبي ټولنی دغړوپه مرسته اوهمکاري ادبي غونډي اومشاعرې جوړکړيدي . چې په وينا يي ډيرې غونډوکې ورسره چارواکو ونډه نده اخيستې هغه له سمييزوچاروکونه وغوښتل چې دفرهنګې ارزښتونودساتلواوپرمختګ لپاره کوټلې ګامونه پورته کړي ،دياد ولايت دفرهنګېانو ستونزي اوګيلي تيره جمعه ورځ دفرهاد ادبي اوکلتورې ټولني له لورې دحضرت امام صاحب په ولسوالې کې دجوړې شوي غونډي اومشاعرې پرمهال هم دچارواکو غږونوته ورسول شول . په ياده غونډه کې دکندوز ولايت اجراېې چارو رييس عبدالواحدپټان اوادارې رييس اسماعيل مسوول دګډون ترڅنګ لسګونودشعر اوادب مينه والوبرخه اخيستي وه . همدارنګه ديادولايت فرهنګيان فرياد کوي چې د دوي شعرې اونثرېی کتابونه او اثار چاپ ته چمتو دي ولې دمالې سرچينو دنه لرلو له امله ددي چارې سرته رسولوڅخه پاتي راغلي دي .
دامهال په کندوز ولايت کې داطلاعاتو اوفرهنګ رياست ترڅنګ دپسرلې اوفرهاد ادبي اوکلتورې ټولنې په کار بوختې دي چې پسرلې ادبي ټولنې د4 کلنواوفرهاد ادبي ټولنه 2 کلنوراپه ديخوا فعاليت کوي ، دفرهاد ادبي اوکلتورې ټولنې نږدي ټول غړې بي تجربه ځوانان دي خو ددي سره بيا هم په اونۍ کې يوځل ادبي ناسته لري .
که څه هم شمال ختېزولايت کندوز دادب اوکلتوې په برخه کې سابقه لري ولي دامهال په يادولايت کې ادبي اوکلتورې فعاليتونه پڅ ښکاري .