کور / رسنۍ / د مرڅلي ۱۱ ګڼه چاپ سوه

د مرڅلي ۱۱ ګڼه چاپ سوه

له غزني څخه د مرڅلې مجلې پرله پسې یوولسمه ګڼه تازه له چاپه راووته


له لرغوني غزني  څخه د مرڅلې مجلې پرله پسې یوو لسمه ګڼه په ٥٦ مخونو کې ، په ښکلي ډيزاين او د علمي، ادبي، تاريخي ، او فرهنګي مضامينو په لرلو سره د  ليکوال او ژورناليست اشرف غيرت په زيار ، او مسول مديريت تازه له چاپه را وتې ده. 


د مرڅلې مجلې پر له پسې یوولسمه ګڼه د (د دريم كال دريمه، کب  ۱۳۸۸ لمريز كال) ګڼه چې په ۵۶ مخونو كې چاپ شوې ده، د ادارې له خوا پر خپرې شوې سرليكنې سربېره د استاد اسدالله غضنفر، ،علم ګل سحر، ومان نيازي، عصمت څاروان، شېراحمد حيدر، اسدالله جلالزي، نصيراحمد احمدي، ډاکتر عيسى ستانکزي، اشرف غيرت، نسيم پسرلي، وحيد اندړ، سلیم ګیلانوال او ګڼو نورو ليكوالو او شاعرانو تاريخي ، ادبي، فرهنګي او علمي ليكنې، ژباړې او شعرونه پكې چاپ شوي دي.په مرڅله کې په پورتنيو موضوعګانو سربېره د ادارې د همکارانو په مټ د غزني او شاوخوا سيمو په هکله بېلابېل ګذارشونه او مرکې هم چاپ شوي دي. 


د مرڅلې د پښتۍ پر یوه مخ د تاند د خبري او معلوماتي ویبپاڼې ښکلی انځور او پر بل مخ یې په غزني کې د حکیم سنايي (رح) د ښکلي پارک  انځور چاپ شوی دی.


له ټولو درنو ليکوالو او شاعرانو څخه په ډېر ادب هيله کېږي چې له موږ سره د مرڅلې مجلې په چلولو کې پوره مرسته وکړئ او په خپلو ښکليو ليکنو او مطلبونو سره مرڅله ښکلې کړئ. او د مرڅلې له لوستونکو څخه مو هیله داده چې نور دې د مرڅله وړیا نه ترلاسه کوي، ځکه د هرې ګڼې په بیه اخیستل په راتلونکي کې د یوې بلې ښکلې ګڼې تضمین کوي.


د یادولو وړ ده چې د  مرڅلې مجلې خپرونې له څه مودې راهیسي د غزني د ځینو مغرضو دولتي چارواکو له لوري  بندي شوې وې خو د لوی خدای په فضل او د غزني د میړنیو مشرانو په مټ او میړانه یې دادی یوځل بیا په خپرونو پیل وکړ ترڅو د غزني د خلکو لپاره ډېر او ډېر کار وکړي او د غزنیوالو ستونزو ته د انعکاس په ورکولو کې نور هم ګړندي ګامونه اوچت کړي.


 د مرڅلې مينه وال او درانه لوستونکي کولاى شي د مرڅلې د ترلاسه کولو، او مرڅلې ته دښکليو مضامينو د ورکولو لپاره په لاندي شمېره اړيکې ټينګې کړي. 


Call and Sms:


0776420594


0707672277 
 
Email:


Mursala_gh@yahoo.com


aghairat@gmail.com   



  
په خپلو مادي او مانيزو مرستو د مرڅلې له لاري په غزني کې د فرهنګي هڅو ملاتړ وکړئ! 
 
په درنښت