ژباړن :عبدالرحمن فرقاني
دريمه برخه
دا د كفر نقصوونه وو. اوس راشي وګورو چې د اسلام د تګلاره په خپلولو كې څه ګټي دي . وړاندي تاسو ته مالومه شوه چې پدې نړۍ كې هرې خوا ته د الله تعالى د خدايى نښى خورې دی , د كايناتو دا لويه كارخانه چې د يوه مكمل او دقيق قانون په چوكاټ كې چليږي په خپله د دې خبرې ګواه ده چې د دغه كارخانى مالك او چلونكي يوازي هغه لوي فرمانروا دي چې له حكومت څخه يى سرغړونه شونى نه ده , د ټولو كايناتو په څير د انسان فطرت هم دا دي چې د الله تعالى اطاعت وکړي , څرنګه چې دا انسان په غير ارادي ډول شپه او ورځ دالله تعالی اطاعت كوي , ځكه چې لدې قدرتي قانون له منلو پرته دا انسان ژوندي نشي پاتي كيدلى .
خو انسان ته يې د علم قابليت د فكر كولواو سنجولو لياقت او د بدۍ او نيكۍ توپير او د ارادې په اړه لږ خپلواكي وركړى ده , پدغه خپلواكۍ كې د ده امتحان اخيستل کيږي , د ده دعقل امتحان اخيستل کيږ ي , د ده د فرق کلو امتحان اخيستل کيږي او د دې خبرې امتحان اخيستل کيږ ي چې كومه اندازه خپلواكي وركړشوي ده هغه څرنګه استعمالوي , پدغه امتحان كې انسان په كومه ځانګړي تګلاره ندي مجبور كړى شوي ، ځكه چې په كومه ځانګړي تګلاره باندي مجبورولو د امتحان اهميت له منځه وړي . ته خو پوهيږي چې كه د امتحان پوښتنو ته په كوم معين ځواب وركولو مجبور شي نو له هغه امتحان څخه كومه گټه نشي حاصليدلي ، ستا قابليت او پوهه خو هغه وخت څرګنديدلي شي چې د هر راز ځواب وركولو واك ولری , كه تا سم ځواب وركړ نو ته به بريالى ګڼل كيږی ، او د پرمختګ اوترقې دروازې به دې پرمخ پرانستل شي , او كه غلط ځواب د وركړ نو ناكام به شي ، او په خپله به د ترقې او پرمختګ لاره په خپل مخ وتړي , بالكل همداراز الله تعالى هم انسان ته واك وركړى دی تر څوخپله لاره په خپله وټاكي .
اوس يو سړى خو هغه دي چې خپل او د كايناتو فطرت نه پيژني , د خپل خالق د ذات او صفاتو په اړه غلطي كوي , اوكومه د واک او اختيار خپلواكي چي وركړ شوى ده د هغى په واسطه د الله څخه د سرغړونې اوسركشى لاره خوښوي , دا سړی د علم او عقل اوپوهې په امتحان كې ناكاميږي , دی په خپله ثابتوي چې دی د ټيټې درجې سړي دی ، نو ځكه د ده انجام داسي دي لكه څرنګه چې وړاندي مو وضاحت وكړ.
د دغه سړي په مقابل كي يوبل سړی داسي دی ، چى په امتحان كي كاميابيږي , ده د علم او عقل څخه سمه ګټه اخيستى الله تعالى يې پيژندلی او منلی دي , سره لدې چې پدې كار مجبور شوي ندی ,دی د نيكۍاو بدۍ په پيژندنه كې تيروتې ندي ,او په خپل واك يي ښيګڼه خوښه كړي ده حال دا چې دی د بدۍ خوا ته هم تللى شوي , ده خپل فطرت پيژندلي دی , خپل خداي يې پيژندلی دی ، سره لدې چې د نافرمانۍ تګلاره يي هم ځانته خوښولئ شوئ ، خو ده دالله تعالى د فرمانبردارۍ تګلاره ځان ته غوره كړي ده , دا سړي ځكه په خپل امتحان كي كامياب شوى دي ، چې د ه له خپل عقل څخه سمه ګټه پورته كړي ده , په سترګو يي سم كتلي دي ، په غوږونو يي سم ارويدلي دي ، په خپل فکر يي سم تصميم نيولي دي ،اود زړه له کومې نه يي د هغى خبرې پيروي كړى ده چى سمه ده , ده د حق په پيژندلو دا ثابته كړې ده چى دی حق شناس دي ،او د حق په وړاندي يى په سر ټيټولودا ثابته كړي چې دی حق پرست دي , ظاهره ده چې په چا كې دا صفات وي نو هغه به هرو مرو په دنيا اوآخرت بريالي وي .
ده دعلم او عمل په ډګرونو كې سمه لاره خوښه كړي ده , ځكه كوم سړی چې د الله تعالى له ذاته خبروي اود هغه صفات و پيژني هغه د علم پيل هم پيژني اود علم خاتمه هم , داسي كس هيچكله په غلطه لاره نه ځي , ځكه چې ده لومړی ګام سم پورته كړي او هغې خاتمى ته چى بايد ورسيږي په هغى هم پوره اوسم باور لري . اوس دی په فلسفيانه څير د الله تعالى د كايناتو داسرارو د پوهيدو غور اوكوښش كوي ،خو د يوه كافر فلسفي عالم په څيربه په شكونو اوشبهاتو كي نه وركيږي , دی دساينس په ذريعه د الله تعالى د قدرت قانون, اوڅرنګوالي څيړي ,د كايناتو پټي خزاني رابرسيره کوي , اودی هڅه کوي چې دانسان په وجود کې او دځمکې پر مخ چې څومره قدرتونه پيدا شويي د هغه اسرار وڅيړي , په ځمكه اوآسمان كې چې څومره شيان دي له هغو څخه ګټه اخيستل څيړي , خو د ده الله پيژندنه به دى د ساينس د غلط استعمال څخه ژغوري , هيڅ كله به پدې غلط فهمۍ كه نه واقع كيږي چى ګواكي زه د دغو شيانو مالك اوچيښتن يم , او ما په فطرت غلبه حاصله كړه , زه به د خپل مصلحت لپاره د ساينس څخه ګټه واخلم ,نړۍ به دړې وړې كړم , چور اوچپاول به لاره واچوم اوخپله سكه به په ټوله نړۍ كې مشهوره كړم , دا د يوه كافر ساينس پوه كار دي , مسلمان ساينس پوه چې هر څومره په ساينس كې پرمختګ وكړي په هماغه كچه يي په الله تعالى باور اويقين پخيږي , په هماغه كچه د الله تعالى شكر ګزار بنده جوړيږي , د ده عقيده دا وي چې الله تعالى چې كوم علم او عقل وركړي دي په هغه باندي بايد نورو انسانانو ته ګټه ورسوي , او دا هغه سمه شكرګزاري ده ,همدا رنګه يو مسلمان په سياست , تاريخ , ټولنيزه پوهنه, قانون پوهنه اود علم په نورو ډګرونو كې له يوه كافر څخه په پلټنه اوكوښښ كې كم نوي , خو د دواړو د ليدلوری تر منځ دير لوي توپير دی , مسلمان د هر علم مطالعه په سمه توگه كوي, د سم هدف او مقصد لپاره يې كوي , او سمې نتيجې ته رسيږي , د تاريخ په اوږدو كې هغه د انسان له تيرو شويو تجربو څخه سم سبق اخلي او سمه ګټه ورڅخه پورته كوي , د قومونو د ترقۍ او ورسته پاتي كيدو سم اسباب او لاملونه معلوموي , د هغوي د تمدن اوتهذيب گټورشيان پيژني , د هغوي د پاك زړونوكسانو له حالاتو څخه ګټه پورته كوي , او له هغو ټولو شيانو څخه ځان ژغوري كوم چې د نورو قومونو د تباهۍ اوبربادۍ سبب ګرځيدلي , د اقتصاد په ډګر کې دګټلو او مصرفولو هغه تګلاره ټاكي چې د ټولو انسانانو په كې ګته وي , نه دا چى ديوه پكښې ګټه وي او د ديرونوروپکښې نقصان وي , د سياست په هكله د ده توجه ټوله پدې متمرکزه وي چې دعدل او امن اوانصاف حكومت وي , هيڅ كوم سړي يا كومه ډله د الله بندګان خپل غلامان نه ګرځوي , د حكومت ټول واك او طاقت د الله ج امانت وګڼي او د الله دبندګانو د ښيګڼي لپاره دی ورڅخه ګټه واخلي , د قانون په هكله دی داسي تګلاره خپله كړي چې د ټولو سره انصاف وشي ، او د ټولو حقوق وركړل شي ، او په هيچا باندي ظلم ونشي .
د مسلمان په اخلاقو كې له الله تعالی نه ويره , د حق پيژندنه , صداقت رابرسيره كيږي , هغه په دنيا كي داسي اوسيږي چى د هر څه مالك الله (ج) ګڼي , زما سره او د ټولو انسانانو سره هر څه چى دي الله (ج ) راكړي دي , زه د هيڅ څه آن تر دي چې د خپل جسم د اندامونو د قوتونو مالك هم نه يم , ټول د الله (ج )امانت دي , او د دى امانت د تصرف په هكله چې كوم واك الله تعالى ماته راكړئ دی هغه بايد د الله د رضا مطابق استعمال كړم , يوه ورځ به الله تعالى دا خپل امانت ځما څخه بيرته اخلي , او هغه وخت به زه د يوه يوه شي حساب وركوم .
پدې څير چې كوم سړى په نړۍ كې اوسيږي د ده د اخلاقو څرنګوالی وګوره , هغه خپل زړه د ناوړه خيالونو څخه پاك ساتي , هغه خپل دماغ له ناوړه فكرڅخه ژغوري , هغه خپلې سترګې له بدو ليدلو څخه اړوي , هغه خپل غوږونه له بدو ارويدلو څخه ساتي , هغه خپله ژبه ساتي چې له حق څخه پرته بل څه پرې ونه ويل شي , هغه خپله ګيده د حرام رزق څخه دكولو په ځاي وږې ساتل غوره ګني , هغه خپل لاسونه هيڅكله د ظلم لپاره نه پورته كوي , د هغه پښي د بدو لورى ته هيڅكله هم نه ځي , هغه خپل سر د باطل په وړاندي هيڅكله هم نه ټيټوي که هغه غوڅ هم شي , هغه هيڅكله خپله هيله او غوښتنه د تيرى اوناحق لاري څخه نه پوره كوي , هغه د نيكۍ او شرافت يوه مجسمه وي , له هر څه نه حق او صداقت ورته گران وي , او دحق په لاره كي خپله هره غوښتنه اوګټه آن تردي چى خپل ځان هم قربانوي , هغه ظلم او درواغ ته په بده سترګه ګوري , او د كومې ګټې د طمعې نه اوکوم زيان له ويرې نه بي هيڅ كله دظلم پلوي نكوي ، په دنيا كي سوكالي اوبرئ د همدغه سړي په برخه كيږي ,
تر ده بل شريف اومعزز انسان په نړۍ كې نوي , ځكه چى د ده سر دالله ج څخه پرته بل چا ته نه ټيټيږي , او د ده لاسونه د الله ج څخه پرته بل چا ته نه اوږديږي , ذلت به دي داسي سړي لوري ته څرنګه نيږدى شي ؟ په نړۍ كي لده څخه بل لوي طاقتور سړي نه وي , ځكه چى د ده په زړه كي د الله ج څخه پرته د بل چا ويره نه وي اونه هم د چا څخه د انعام او د لاسته راوړنى هيله من وي , داسي طاقت شته چې دا سړي له خپلى لارى څخه واړوي ؟ يا داسي دولت شته چې د دى سړي ايمان واخيستي شي ؟
په نړۍ كي له ده څخه بل لوي دولت مند سړي نه وي , ځكه چې دی عياش ندی , د نفسي غوښتنو پابند ندې , حريص او مطلب آشنا ندی , د خپل روا اوجايز زيارپه پايله كي چى څه ګټي په هغه قناعت كوي , , او كه د نا روا دولت امبار هم ورته وړاندي شي هغه نه مني او په حقارت ورته ګوري ، دا هغه د اطمينان څخه ډك دولت دي چې انسان لره لدې څخه لوړ دولت بل نشته .
په نړۍ كې لده څخه لوي محبوب او ګران سړي بل نشته , ځكه چې دی د هر چا حق وركوي اود هيچ چا حق نه خوري , د هر چا سره ښه كوي اوپه بدل كي هيڅ ورنه نه غواړي , د خلكو په زړونوكي خود بخود ده ته مينه پيدا كيږي , او هر څوك د ده په عزت او احترام مجبوركيږي .
په نړي كې لده څخه بل لوي د اعتبار خاوند نوي , ځكه چې دی په امانت كې خيانت نكوي , له صداقت څخه مخ نه اړوي , په وعده ولاړ اوپه معامله كې ريښنيني وي , په هر كار كې ايمانداري خپلوي كه څوك يې ويني او يا ئې نه ويني , پدې اند چې الله (ج) هر څه ويني , د داسي سړي په اړه به څوك بد ګماني وكړي شي ؟ څوك به وي چې پده باور ونكړي ؟ د يوه مسلمان سيرت په سمه توګه وڅيړه نو خامخا به پدې يقين او باور شي چې مسلمان په نړۍ كې هيڅ كله ذليل,مغلوب,اومحكوم كيدلاي نشي , هغه به هميشه حاكم او غالب وي , ځكه چې اسلام كوم صفات په ده كې پيدا كوي په نړۍ كې هيڅ قوت پده باندي غالبدي نشي .
دا رنګه په دنيا كې د عزت او لويى سره د ژوند تيرلووروسته كله چې د الله (ج )په وړاندي حاضر شي نو الله ج به پده باندي د خپل رحمت اونعمتونو باران و اوروي , ځكه كوم امانت چى ده ته سپارل شوي و ده دهغه حق پوره ادا كړی دی , او په كوم امتحان كې چې دی اچول شوي و په هغه كې يې پوره نمری وړی او كامياب شوی دی , دا هغه ابدي كاميابي ده چې له دنيا څخه پيل شوي تر آخرت پوري يې سلسله نه ختميږي .
دا اسلام دی، د انسان فطري مذهب همدا دي, دا كوم قوم او شخص ته ځانګړى شوی ندی , په هره زمانه , په هر قوم , په هرهيواد كې چې خدا شناس خلك تير شوی دی د هغوي ټولو مذهب اسلام وو, هغه ټول مسلمان وو , سره لدې چې د دوي په ژبه كې د دى مذهب نوم اسلام وي او كه بل څه .