اسوشیټیډ پریس د امریکایی پوځی منابعو په حواله راپور ورکوی چی په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو تلفات په روانو درو میاشتو کی د تیر کال د همدې مودې په نسبت دوه چنده زیات سوي دي حال دا چی د زخمیانو تعداد یې درې چنده سوی دی . خبر وایی چی د تیر کال په لومړیو دوو میاشتو کی ۲۸ پوځیان وژل سوي وو حال دا چی د روان کال په لو مړیو دوو میاشتو کی دا تلفات ۵۷ ته جګ سول چی دا ۱۰۰٪ زیاتوالی ښیی . خبر زیاتوی چی په روانه میاشت ( یعنی مارچ ) کی ۲۱ پوځیان وژل سوي دي په داسی حال کی چی د تیر کال په همدې میاشت کی دا تلفات ۱۳ وو .
راپور د زخمیانو او معیوبو سوو پوځیانو په هکله وایی چی د تیر کال په لومړیو دوو میاشتو کی دا شمیر ۸۵ و ، حال دا چی د روان کال په همدې موده کی هغه ۳۸۱ ته ورسېد چی دا ۳۵۰٪ زیاتوالی ښیی .
د دغو مړو او زخمیانو ۸۵٪ د ماینونو له امله دي چی د طالبانو د خوښۍ وړ او خورا مؤثره وسله ثابته سوې چی امریکایی پوځ یې نه په وسایلو ، نه په سپیانو او نه هم په سټیلایټ سره کشفولای سی خو مسلسل د هغوی ککرۍ خوری .