د نوي نسل د تعلیم او کیریر انتخاب
ځوان نسل د پخوا په پرتله د جدي ګوښونو او ستونزو سره لاس او ګریوان دی،هغه په دې معنی چي هغه په دې معنی چي په نړۍ کښي د ساینس او ټکنالوجي پرمختګ ورځني مصروفیتونه په بې ساري ډول زیات کړل او وخت پر خپل محور په ځانګړي ډول مدارونه وهي چه همدلته نړۍ پر دریو برخو ویشل کېږي چه یو یې د وخت څخه د مخکي مدارونه وهي بل یې د وخت سره سم مدارونه وهي او که مي ښه پوښتۍ هغه نو موږ افغانان یو چه مدار او وخت راڅخه ورک دی ، نو اوسني او راتلونکي وخت ته لازمه سوه چه ګواښ د مخنیوي لپاره په خپل ځان کښي خلیقیت،استعداد او په پراخه ډول نظم ونسق راولي تر څو د خپل صلاحیت څخه په بشپړ ډول کار واخیستلای سي
کامیابي د ځوانانو طبعي حق ده ولي داسي کامیابي بې معنی ده چه کلتور،اخلاق او ملي ارزښتونه تر پښو لاندي سي یا پر داسي تاریکو کوڅو او اغزنه لاره روان سو چه ټول وخت د اوښکو په حساب راباندي تېر سي
او ګیله به په دې نه کوو چه دا خو سیاسي تحولات،چاپیریال خیانت او وروروژنه ده چه موږ ته د کامیابۍ په لاره کي خنډونه جوړوي او زموږ په جامعه کښي یو تریخ حقیقت دا هم دی چه باید په ډاګه سي هغه دا چي تقلوب،فریب وژنه چه موږ یې د کامیابۍ کیلي بولو وجود لري ، کامیاب هر هغه چا ته وایو چه هوسا،ارام او د عیش اوعشرت ژوند ولري مګر دا ځای نه دی فهمول سوی هغه د کوم تاکتیک څخه ګټه اخیستې ده چه دې مقام ته رسېدلی دی. زما په نظر هغه ملت کامیابه او سوکاله دی چه د هغه بنسټ پر شفافیت،ایمانداري او حوصله ولاړ وي مبارزه،هڅي او کار وکړي څنګه چه د کار خبره مطرح سوه نو اوس په کار کولو کښي په زیات ډول بدلونونه راغلي دي په ځانګړي ډول هغو شخصیتونو ته چه د عمده تخلیقي صلاحیتونو برخه مند وي افغانان ځوانان د ډیرو صلاحیتونو خاوندان دي چي متاسفانه د دې لپاره چه ټول صلاحیت او استعداد په یوه کار کښي متمرکوز سي او هغه څخه او دهغه څه مثبته نتیجه لاس ته راسي د هغه برعکس زموږ ځوانان کله په دولت کي کله په موسسه کښي او کله بیا په کومه(این،جی، او) کي وظیفه اجرا کوي
ولي چي د اصل ته مو پام نه دی اړولي چه د وظیفې تبدیلي اعتبار او کریډیټ کموي .
غربي پرفیسر(سرکین راهینس ) وایي د جامعې هر فرد د کار کولو یو جوهر او قابلیت لري او دا یې هم رد کړې ده چه په نړۍ کښي یو څو شخصیتونه دي چه استعداد لري،د ده په ویناهر سړی په خپل ځان کي استعداد او قابلیت لري. زما په نظر تر څو د پرمختګ لپاره سمت او لوری نه وي تعین سوی او د کار لپاره یو چوکاټ منځ ته نه وي راغلی د پرمختګ هیله نه سي کېدای، د اوسني وخت د غوښتنو او اړتیاوو لپاره د کار اهلیت او نوي تصوراتو ته ډېره اړتیا سته تر څو سیاست،کلتور،اقتصاد او ملي ارزښتونه وساتل سي.
ځوان قشر باید نوي نظرېې او سیاسي بصیرت ولري چه د نړۍ د تمدنونو،سیاستونو او پر مختګ سره اشنا سي .