د ۱۳۸۹ هجري لمریز کال د وري یا حمل د میاشتي پر پنځمه چي د ۲۰۱۰ زېږدیز کال د مارچ له ۲۵ نېټې سره برابره وه، د سپیني ادې د ادبي،علمي او کلتوري ټولني له لوري د هرات په لرغوني ښار کي «دهریواپه لمن کي »پسرلنۍمشاعره جوړه سوه چي د هرات ولایت او شاوخوا سیمو څخه ورته د دوو سوو په شاوخواکي شاعران، لیکوالان، ژورنالیستان او د شعر مینه وال رابلل سوي ول په مشاعره کي دوروڼوترڅنګ په زیات شمېركي خوندوهم برخه اخیستې وه
غونډه د مازیګر پر درې بجې د نانو نیټ په مرکز کي د مولوي عبدالغفار صاحب له لوري د قرآن پاک د څو مبارکو آیاتنو په تلاوت سره پېل سوه. د دریڅ( سټیچ) چاري يې دمحمدنعیم افغان ترڅارني لاندي د نعمت الله اسحاقزي او محمد طاهرکاکړ له لوري پرمخ بېول کېدلې اودمشاعرې دعمومي نظم چاري دتېمورشاه یوسفزي پرغاړه وې .
تر روغبړ او هرکلي وروسته مشاعره رسماً پېل سوه. په پيل كي شیرین اغا جهانګیر ته بلنه ورکړل سوه او هغه د خپل شعر مینه وال په خپلو شعرونو ونازول. له هغه وروسته تنکي ځوان مشتاق احمد ته بلنه ورکړل سوه. هغه هم دشعرپه ژبه پر خپل کندهار اوښکي وبهولې او د ګډونوالوسترګي یې له اوښکو ډکي کړلې چي دګډونوالو له تود هرکلي سره مخ سو.حبیب الرحمان حبیب د هرات د ملي راډیو تلویزیون د پښتو څاګي ویاند سټېج ته راغی او د ښاغلي انجینیر متین پېغام او شعر یې د مشاعرې ګډونوالوته ولوستل. له هغه ورسته آسيې څپاندخورته بلنه ورکول سوه چي دپسرلي په هکله یې ښکلې ادبي ټوټه دمشاعرې ګډونوالوته واوروله. همدارازپه خپل وارسره نورالدین مسلم،نعمت الله اسحاقزي،میرویس ملګري،سمیع الله ساپي،عبدالله خادم، محمدنعیم افغان، حبیب الله میشواڼي،نورمحمد امیري،مولوی عبدالغفار میشواڼي،تلمیذ،شراف الدین ستانكزي، نظرمحمد،نعمت الله پټان زي، داطلاعاتواوکلتور رئيس ولي شاه بهره،حیدري ،اخترمحمدپکتین، استادمیار،واثق سنګریار،محمدرحیم بیمار،حاجي ظریف باركزي،غلام حسن مجروح ،محمدګل وردک،نقاش زاده اواستادنظري اریانا شعرونه واورول.
دهرات ولایت داطلاعاتو او کلتور رئيس ښاغلي بهره له مشاعري څخه خوښي وښودله اوپه خپله ویناکي یې په پښتووویل (خوشاله یم په لومړي ځل خپل ځآن دپښتنو ادیبانو او شاعرانو ترمنځ وینم او ډېر ژر به دپښتو په هکله یوه پراخه غونډه جوړه کړو او پر بېلابیلو اړخو نو به یې خبري اتري وکړو.ډاډ درکوم چي داډول کلتوري هڅي به په ګډه سره پرمخ بیایو. زه دهررازهمکارۍ لپاره درسره ژمنه کوم)
دمشاعري په اخیري شېبوکي دسپیني ادې دادبي اوکلتوري ټولني مرستیال ښاغلي نظري اریانا له راغلو ادیبانواودادب له مینه والوڅخه مننه وکړه چي په خپل راتګ سره یې مشاعرې ته ښکلاوروبخښله اودوینا په ترڅ کي یې وویل : (داډول مشاعرې اوادبي محفلونه دژبې اوملي ادبیاتودلاودي اوانکشاف لپاره ډېرمؤثراوګټوردي او«دهریواپه لمن کي» اولنۍ پښتوستره پسرلنۍ مشاعره دلا ډيرو بریاوو زیری راکوي)
دیادولووړده چي نوموړي مشاعرې ته دشمشادټلوېزیون ،دهرات ملي ټلوېزیون ،نوري ټلوېزیون ،دبي بي سي اوازادۍ راډیودخبریالانوترڅنګ دځینونوروټلوېزینونو استازي د مشاعرې د راپور اخيستلو په موخه راغلي ول.
مشاعرې ترپنځه نیموبجو دوام وکړ. په غالب ګمان دهرات په ټول تاریخ کي دغه مشاعره دپښتنولپاره لومړۍ ستره مشاعره وه چي له اټکل څخه زیاتوکسانوپکښي ګډون کړی وو اوپه ډېربریالیتوب سره دمشاعري ترپایه په خوږوشعرونوویلواودګډونوالو دلاسونوپه پړکولوسره بدرګه سوه په مشاعره کي څه باندي ۳۰شاعرانوته ددې موکه په لاس ورغله چي خپل شعرونه ووایې خودوخت دکمښت له امله بیاهم یوڅه کسان پاته سول چي و یې نه سوای کولای خپل کلامونه واوروي. ددې مشاعرې یوه بله څانګړنه په دې کي وه چي ددري ژبي د ۲شاعرانو شعرونو اوویناوته پکښي برخه ورکول سوه چي دغه کړنه دټولو دمنلو وړ وګرځېده
دنړۍ دهیڅ قانون په وس کي نشته
ددې عصردپښتون په وس کي نشته
څومره میـنه چي زه ســـتاسره کـــومه
دلیلااودمجنون پــــه وس کي نشـته
ژوندون
دغونډي په پای کي «دهریواپه لمن کي »پسرلنۍ مشاعرې ته دعبدالله شاه ژوندون ،انجینرعبدالوکیل متین ،همت الله امینزي ،عبدالله ستوري ،عادل اڅكزي او د هغه د ملګرو دمبارکۍ رالېږلي پیغامونه او شعرونه واورول سوه اودمشاعري اولمانځه څخه ورسته دهرات دځینوسیمه ایزوسندرغاړولخواپه زړه پوري کنسرټ هم ترسره سو چي ورسره سم ځوانانو د اتڼ ميدان ته ورودانګل او مست اتڼونه یې وكړل.
یادونه:دغونډي بشپړانځوریزراپورپه مورچل ویب پاڼه کي لوستلای سئ.