د اريانا په تلويزيون کې مې د افغانستان د هوايي قواو د دوباره ژوندي کيدو غونډه وليدله ، په دې غونډه کې د تلويزيون له خوا د ښاغلي کرزي صاحب ، د دفاع د محترم وزير وردگ صاحب او د لوی درستيز بسم الله خان د ويناوو لومړۍ برخې وښودل شوې .
د غونډې د تجليل په موضوع خوښ شوم ، ځکه چې د ډيرو کلونو راهيسې افغانستان د يوې نيمگړې هوايي قوې خاوند کيږې چې يو څو هليکوپترې ورسره د ځينو هيوادونو له خوا کومک شويدی .
د بيانيو په هغه برخه کې چې د تلويزيون له خوا وښودل شوې ، د پښتو ژبې څرک پکې نه لگيده ، نو نه پوهيږم چې ددوی څخه پښتو هيره شوې ده ، او که د افغانستان د راديو او تلويزيون د پخواني ريس نجيب روشن غوندې چې غوښتل يي يوازې په فارسي ژبه د افغانستان له پاره د المپيا د لوبو نشريات وړاندې کړي او استدلال يي کاوه چې د افغانستان ټول خلک په فارسي ژبه پوهيږي ، نو د پښتو ژبې د نشرولو ضرورت نشته او اضافي مصرف دی .
دوی هم نور د پښتو ژبې د ويلو ضرورت نه ويني . داسې غونډې د يو زگنال په معنې دي ، چې لانديني مقامات ترې خصوصا په وروسته پاتې هيوادو کې پيروي کوي . کله چې جناب ريس جمهور صاحب د پښتو ژبې ضرورت نه ويني نو يو وزير ، معين ، ريس ، مدير ، مامور او کاتب خو يي بيا بيخي ضرورت نه ويني ، او پښتو ژبه به د فتر، ښوونځي او پوهنتون څخه لکه څنگه چې وتلې ده نوره هم وزي .
دغسې د مور او ميرې سلوک د پښتو ژبې سره پښتانه بيا مايوسه کوي او د دولت څخه لرې کيږي ، ځکه گوري چې ژبې ، کلتور او عنعناتو ته يي اهميت نه ورکول کيږي . دولت بيا هڅه کوي چې د نمايشي جرگو له لارې بيرته پخلاينه او اعتماد منځ ته راوړي .
زما په نظر په ورځني ژوند کې د عدالت مراعت کول خصوصا په کلتوري او سياسي برخو کې دډيرو ربړو د رامنځ ته کيدو مخنيوی کوي . موږ د کرزي صاحب ، وردگ صاحب او بسم الله خان څخه دا نه غواړو چې په هر وخت کې دې پښتو خبرې وکړې د خپلو بچيانو ، د کورنۍ د غړو او په خصوصي مجلسونو کې دې دوي يوه خبره هم په پښتو نه کوي ، ځکه چې دا د دوی شخصي کار دی ، خو کله چې د وطن موضوع منځ ته راځي او د دوی بيانيې ټوله دنيا اوري نو د دوی څخه جدي غوښتنه کيږي چې د ژبو تناسب مراعت کړي.
داد افغانستان او دسولې په گټه يو کار دی او ددوی قانوني اووجداني وظيفه او د اساسي قانون حکم دی .