کور / تازه خبرونه / د سلا کار نڅا (لومړۍ برخه)

د سلا کار نڅا (لومړۍ برخه)

دولسمشر پخواني ساتونکي ډيويډ کلارک  يادښتونه


دازما دپوځي ژوند تر ټولو بېخونده شيبې  ګڼلاى  شئ، چې بوګنوونکې  خاطره يې  تر وسه پر ذهن منګولې  رالګولې وې.  ما چې کله خبلې ګرل فرينډ ( ماشوقي) ته به تيلفونه دا کيسه تېره کره. نه يي شواى منلى، تر هغي چي زما  به ډاېري کې  لوستې وه. دلته يي  زړ ه ته لوېديلې وه چي افغانستان په رښتيا د هيښتاوو هيواد دى. بيانو چې لاس انجلس ته راستون شوم دهر  ويکنډ(( داونۍ پاى رخصتي)) په ماشاميوکې يې ددغه هېواد په اړه پوښنې کولې له خپلې دندې او ملګرو يارانو يې پوښتلم، دافغانستان  له ولسمشر دکابينې غړو او جګړو يې پوښتنې کولې، له طالبانو يې غږولم چې څه بلاوې دي؟….
دنجنو کيسې يې رانه غوښتې_ دولسمشر له مېرمنې يې پوښتلم چې څرنګه له خپل خاوند سره په سفر او غونډو کې نه څرګندېږي؟…
جووليا ته زما هره خبره په زړه پورې وه، خو دافغانستان په اړه يې دومره ډېرې پوښتنې نورې ستومانه کوونکې وې.
زه خوښ وم چې جووليا راته لګياوي خبرې کوي دژبې پر سر خبرو يې دټېکولا(Tequila) له نشې زياته مستي ښندله، خو د افغانستان په اړه يې پوښتنو تنګ کړى وم.
جووليا ته په تليفون ما داخبره کړې وه چې افغانستان کې له ښځينه وو سره سړى هغسې اړيکې چې ته فکر کولاى شې نشي لرلاى، تصور يې هم نشې کېداى؛ ځکه خو دنجونو پېغلو په اړه زما مالومات صفر دي.
په افغانستان کې ښځينه له سره شته نه(( تشې خرې دي)) .. هلته نه ښځينه مونداى شې نه نارينه_ دسړي پته هله درته لګېداى شي چې دښځينه وو په منځ کې يې ګورې درڅرګندې شي.
هلته ښځينه يواځې دماشومانو دتوليد ماشين ګڼلاى شې. هغه ښځينه غاړه لکه وړۍ چې ډېرى ماشومان زوکړي ګويا لمن يې ډکه او دکورنۍ مټې يې ودوونه کوي، لس پنځلس بچيان زېږوي دهلکانو په زېږون ډزې او خوشالي کوي، که يو يې وژني دوه يې نور زېږولي وي؛ ځکه نه يې کمونست او مجاهد….
ما اورېدلي بلکې دارګ مطبوعاتي سټو راته ويلي چې په کليو کې دافغان زلمو لومړنى ميرمن خره پېژندلى شي؛ ځکه خو يوزلمى چې له خرې راکوز شو پرمخ کلکه ښکل کړه(( دريغه چې ډوډۍ دې پخولاى شواى))
هلته هغسې رومانس او عشق نشي مونداى شډل هېواد ځېږه وګړي ترخې قهرېدلې څېرې او له خپل عمر څو کاله زاړه وګړي چې دڅېرې هره ګونځه يې دويرې وير او عذاب کړاو جن ژوند درته انځوروي.
د چارواکو مرموزې بڼې له وارخطايي او تمې ډکې کرختې څېرې شيته او سړې سترګې دپيسو او دولت ليوالتيا حرص او لالچ پر دغه هېواد د حکومت يوه ترينګلې فضا واکمنه کړې ولسمشرى ماڼۍ کې ډېرى دوه بلکې درې مخونه ګرځوي داسې چې له لوى نه لوى مقام کې يې هم ډاډه نشي ليداى همدغه چلند دنظام او حکومت بنسټونه ګرځېدلي. مصنوعي کرکټرونه فرمايشي حرکتونه دزړه له پاسه دوستي او مصنوعي اړيکې دسړي زړه ټک چوي.
ماپه ډېره مينه اوتلوسه دغې دندې ته مخه کړه خو افغانستان او هورې واکمن ټولې دټول ژوند لپاره له دغې دندې او هېواد زړه تورى کړم.
اوس دتقاعد ژوند تېروم خو په افغانستان کې ددوه کلنې دندې په موده کې پرذهن او ضمير ناستې خپسې کرار نه يم پريښى او لا اوس هم ځان دافغان واکمن ټولى دبې اخلاصه ستومانه او کاواکه کرکټروترمنځ ګورم.
دازما ددندې اوومه ورځ وه په دغو اوو ورځو کې راڅرګنده شوه چې دکابينې پر غړو سربېره يو شمېر نور دسلاکارانو او مشاورانو په توګه پرولسمشر راټول دي که ده پرځان راغونډ کړي چې دټولو پيژندنه زموږ لپاره ګرانه وه چې څوک دى څه دنده او مقام لري څه کوي کومې چارې پرمخ بيايي؟….
زموږ دکنډک قوماندان ډګروال سم ټايلر وار، د مخه خبرداى ورکړى و چې ولسمشر ښايي نکټايي وانه چوي چې ښه وه لادمخه يې دريشي نکټايي نه کاروله، ده چېرې لوستي ول چې دافغانستان کوم صدر اعظم په نکټايي ځان غرغره کى که بل چا غرغره کړى و. ځکه خو اړينه وه چې له سره پر نکټايي بنديز ولګول شي. چرګ ورک غول يې ورک.
دغه غرمه چې ولسمشر له خپل دفتر راووت او د((قيلولې)) لپاره يې حرمسراى ته تشريف ووړ، دسکيورټي په موخه موږ په څار او څاو کې وو، که ګورو يو تن دده پر لور هغسې ورخوشې دى چې موږ ټولو وګڼله ترهګر دى او پرولسمشر دبريد تابيا لري…
ما خپل لايزر ماشينګڼ ته ګولۍ تېره کړه. په زخه شوم. هغه وه چې ګوته مې پر ماشه کيکاږله او که داکار شوى واى نو د ماشينګڼ ١٢٩ ګوليو به يې ټټر غلبېل غورځولى و. تاسې پوهېږئ چې بيا څه رامنځ ته کېداى شواى؟.. دولسمشر يو سلاکار به وژل شوى و…
په تېروتنه اوقصدي توګه نه فرنيډلي يا دښه نيت له مخې به له ژوند سره په مخه ښه اړ شوى و؛ خو رسنيو به ددغه خبر لکۍ تر کومه غزولې وه؟ شونې وه محاکمه او زنداني شوې واى
ښۀ وه ضابط جانتن جيمز پر يوه ګړندي حرکت وړاندې له دې چې زه ګولې وچلوم ځان ولسمشر ته رسولى او دسترګو په رپ کې هغه سړى پرځمکه غورځولى و ماچې ورمنډه کړه پړمخې يې اچولى او ترخپلو درنو بوټانو لاندې کړى و.
ولسمشر چيغه کړه مه کوى زما سلاکار دى وزير دى داڅه کوئ پرېږدئ. خوشې کړئ که ګورم Blood hound سپي يې په کو ناټو خوله لګولې وه. د پتلانه ټوټه يې په خوله کې وه ګردو مخونه بل خوا وګرځول ما چې راپورته کړ له خولې پوزې يې وينې روانې وې.
بلډهاوند خورا خطرناک سپى دى دومره غښتلى چې دسړي ملا بوټه ماتوي، دجګړن رتبه او امتيازات لري په ټوليزه توګه موږ د٥٠ ډوله سپيو خدمتونه ترلاسه کولاى شو.
خو په سيکورټي چاروکې بلډهاونډ غوره ختلى دا دسپيو خورا زړور شريف غښتلى او وفادار نسل دى چې ښکار ژوندى نيسي په دې پسې جرمن شفرد، ډچ شفرد، بلجين ملينيوس، جرمن باکر لبوډ، ورينټور، دوبرن ينشر، سپرينګل سپنيک، راټويلر او جانينټ شورايزر دي چې دبمو په ايستلو هيروينو په کشفولو او کرېمينل برخو کې وړتيا لري داټول زموږ دکمپنۍ په واک کې دي.
افغان مامورين او چپړاسيان راورسېدل هغه يې له لاسو پښو ونيو تشناب ته يې ورساوه پټۍ يې ورلګولې وه.
پر دويمه ورځ مې چې وليد پټۍ يې پرانستې وه. زما زړه و چې ودبښنې په غوښتو پرولسمشر د ورځغستو پوښتنه وکړم؛ خو مايکل په اشاره پوه کړم چې له دې خبرې تېر شم.
سلاکار په انګيسي نه پوهېدى خو ټکي يې زده ول، په مخامخېدو به يې درته خوله يوه بله خوا جينګه کړه، هلو، ټنګيو اکسکيوزمي، ساري يس نو به يې په يوه دمه درته تکرار کړل همدايې دانګليسي زېرمه وه چې پر يوه ورا يې په خوار سخاوت سړي له سره ځاروله.
دبلډهاونډ په اړه يوه بله په زړه پورې کيسه داده چې يو وار دولسمشر ليدو ته دپښتنو يو شمير مخور، ملايان او سپين روبي راغلي ول هسې خوله بلډ هاونډ وزيران، سلاکاران ګرد په څنګ تېرېدل خو مخورو پر خپلو جامو د بلډهاونډ دخولې پروهلو او بويولو بده ومنله چې ګڼې سپى مردار. نجس دى په کوم کور کې چې سپى وي پريښتې نشي اوسېداى او داسې نور…
البته يو ډېر دروند بوډا چې شېخ الحريص يې باله داګردې خبرې رد کړې د ارګ رسمي ژباړن په خوله يې موږ ته د اصحاب کهف کيسه تېره کړه. چې سپي  ته يې دجنت بشارت ورکړى.
سګ اصحاب کهف روزې چند
پى نيکان ګرفت ومردم شد
تسرنوح بابدان نشست
خاندان نبوتش ګم شد
سلاکار دغسې منډه پر زلمي خليلزاد هم وراخيستې وه؛ خو هغه له عليک سليک سره نور پاموړنه ګاڼه ماته په رسېدو يې له خولې ووتل. فک زل، د خوټو وطندار.. زه دهېچا کليوال نه يم. اوف خدايه داڅه کوي، ليونى شوى که څه بلا، ځان ته ښکنځل کوي؟…
له دې پېښې به اوونۍ نه وه تېره چې سړى بيا پر ولسمشر ورمنډه کړه داځل زه هغسې ونه ويرېدم خو بلډهاونډ ته چا ويلاى شواى…
دلته سلاکار يو ځل بيا دبلډهاونډ تر خپړو لاندې ول؛ خو داځل ښه و نېکر بلکې پوره پاى جامه يې اغوستې وه.
زموږ کنډک ته په لومړۍ ورځ ويل شوي وو چې دبلډهاونډ ښايي خورا خيال واخيستل شي. داځکه چې په دغو چارو کې له سړي سپى اغيزمن ختلاى شواى. په رتبه کې هم له موږ لوړو او په ځانګړې توګه دولسمشر سکيورټي ته غوره کړاى شوى و.
موږ جلا غونډه وکړه مايکل په دې اندو چې سلاکار ښايي تر پرله پسې څارنې لاندې ونيول شي. داځکه چې د ولسمشر په ليدو يې ځان نشواى سمبالولى اتومات مرکتونه ترې څرګندېدل بدن يې لړزېده داسې چې که لږ تمرين او خواري ورسره شوى واى غوره ډانسر جوړيداى شواى.په ده کې دډانس ښه استعداد تر سرګو کېده.
خو زموږ دنده خورا جدي وه دامو د غړيو شاعري او ډانس نشواى ګڼلاى بلکې د يوه ګواښ په کچه زموږ پر وړاندې وه.
اوونۍ وروسته يو ځل بيا سلاکار له دغسې ګرانې سره مخامخ کړو_ خداى حاضر دى چې په دې وار ما دولسمشر په لور دده منډه ونه ليده جګ تورن ټام کوک چې نوى زموږ کنډک ته راغلى و، له بده بخته دکنډک قوماندان هغسې بريفنګ نه و. ورکړي چې دسلاکار پردغه تکليف يې سرخلاص ساتلى واى که ګوري سلاکار په خپله نکټايي د ولسمشر خوله پاکوي.
ټام داسې ګڼلې وه چې ګڼې ولسمشر د غرغره کولو له توطيې سره مخامخ دى. خداى خير کړ چې دټام مغزو کار وکړ او د اورپر ځاى يې ماشيڼګڼ پر کونداغ پرځمکه نسکور کړ بلډهاونډ يو وار بيا منډه کړه ټام ويل چې ده ځکه له اور لاس ونيو چې ويره وه ولسمشر ته زيان ورسېږي ځکه خو يې زړه پرکونداغ د ګوزار سلا ورکړه.
ماورېدلي و چې پخوا به دربار کې غلام بچه ګانو او دباري نوکرانو دغه وړچارو ته شفرونه. کودونه او رمزونه پام کې نيول داډېرښه کارو که به دپاچا په ږيره کې  دوريجې دانه يا ډوډۍ خڅوڅى نښتې ول نو شعر يا متل به يې تېراوه(( په شاخ ګل بلل نشته)) دلته به پاچا پر ږيره لاس تېر کړ او بېله دې چې څوک وپوهېږي ربړه اواره شوه.
ښايي هغه مهال نکټايي نه وه دود په راوروسته کې ږيرې نه وې چې دغسې ستونزې يې رامنځته کړې واى.
عټه ربړه داوه چې دولسمشر په ليدو سلاکار کله هم په خپل حاى نشواى دريداى. داسې بريښېده چ پيريانو نيولى وي. ناببره به يې منډه کړه ترهغې چې دغه مساله مو له متحده ايالاتو رابلليو سيکالو جستانو((ارواپوهانو)) د پلاوي پروړاندې کېښوه، چې دc.c.t.v کمېرې راټول کړي فلم کې ولسمشر او لالهاندي بېلابېلې صحنې مطالعه او و ارزوي.
ارواپوهانو په ډاګه کړه چې دغسې حرکتونه د دښمنۍ او سخت نفرت څرګندوي بلل کېږي؛ خو دمحبت افراط هم دغه وړناکراري رامنځ ته کولاى شي؛ ځکه خو مو دا اړينه بلله چې سلاکار ته په لازيات څار کې اوسو او له پخوا زيات ې ترڅارنې لاندې وساتو.
داندېښنې ځاى دلته و چې افغانستان کې دغسې يوفاضل او محقق عالم څرنګه دغه وړنڅاته راغوځېداى شي؟ چې له پوهينز رفعت سره يې اړخ نشي لګولاى.
دده ملګرو راته يو وخت دده د ٣٠٠ سوه کتابونو دليکلو خبره کوله، زه حيران وم چې ددومره کتابونو ليکوال او دومره چاپړوسي؟
درې اوونۍ وروسته يو بله پېښه رامنځ ته شوه. داسې چې زموږ دکنډک مرستيال جورج کالن زموږ له کلني فعاليتو کتنه کوله څه ګوري کنه ګوري سلاکار له خپل دفتر وځي ننوځي، بره په زينو دولسمشر تر دفتره وخېژي بېرته راکوز شي.
څوشېبې وروسته بېرته على ووځي عماغسې غلى په زينو کې وخېژي..
 په څلورم وار چې څرنګه ولسمشر له دفتر ووت ده پرې ورمنډه کړه او له منډې سره يې له لاسو وروغورځېده. دکالن زړه ته لويدلې وه چې سړى د ولسمشر په لاس چک (غاښ) لګوي شونې ده زهرجن مواد يې وينې ته ننوځي له همدې ځايه يې په خپل ځانګړي مهارت پر ملا هغسې لته ورکړه چې په لويدو يې سترګې رډې ختلې او پرخوله سپين ځک ولاړ و.
ولسمشر چيغې وهي. ولې؟ دا څه مصيبت دى اوف خدايه. داڅه ګورم؟
سر! ستالاسونه يې خوړل دا نارمل نه دى. سړيخور ښکاري. موږله مودو څارلى هرګام يې مشکوک ختلى..
ولسمشر چيغه کړه: دخداى بنده. ده زما لاسونه ښکلول، له مينې، درناوي او محبته..
زه هک پک ولاړيم لاحوله ولا داڅه ګورم.
او ماي ګاډ….
نوربيا….
سرچينه:  دولسمشر پخواني ساتونکي ډيويډ کلارک  يادښتونه