په کندوزولايت کې فرهادادبې اوکلتورې تولنې په نوښت پسرلنې مشاعره ترسره شوه .
نن دجمعې په ورځ دکندوزولايت لسګونو شاعرانو،ليکوالانواوفرهنګيانوترڅنګ په لسګونو دادب اوشعر مينه وال د حضرت امام صاحب ولسوالې داودان دښتې په شنه غوړيدلې ټغردوريځ اسمان لاندې سره راغونډشوې وو اودغوشاعرانودلومړې خل لپاره يي په ياده سېمه کې ادبې مشاعره وکړه .
دغه ادبې مشاعره چې دامام صاحب ولسوالې دفرهاد ادبې اوکلتورې ټولنې له لورې په کوربتوب اوپسرلې ټولنې په ملاټر اومرسته په لاره اچول شوي وه دشاعرانوترڅنګ قومې مشرانواوزده کوونکيوپه کې هم ونډه اخيستې وه .
غونډه دقرانکريم دڅومبارکواياتونودلوستلواوملې سرودغږولونه وروسته په ياد ولايت کې دپسرلې ادبې ټولنې دمشراوافغان ملت ګونداستازې غلام حيدر حيدرپه وينا پيل شوه چې وروسته بيا دکوربه اوراغلوشاعرانوترمنځ ازاده مشاعره وشوه. ددغه غونډي يوتن ګډون کوونکې اوپه کندوزولايت کې دپسرلې ادبي ټولنې مشر ويب پاڼې سره په خبروکې وويل : ( چې نننې مشاعره دامام صاحب ولسوالې دځوانوپښتنوشاعرانوپه نوښت سره جوړه شوي وه چې داټکل نه زياتوشاعرانو اودشعرمينه والو په کې ګډون کړي وو نوموړې هيله څرګنده کړه چې ممکن په راتلونکې کې دوي هم ورته مشاعره په کندوزکې جوړه کړي.
نوموړې دغه کړنې دپښتوادب په پرمختګ اودځوانوشاعرانو دتشويق لپاره يوګټورګام وباله . )
دامهال په ياد ولايت کې د پسرلې ادبې ټولنې له خوا په ونی کې يوځل دپنجشنبې په ورځ ناسته ترسره کيږې چې په دغه ناسته کې لومړې برخه دتيرې غونډې ګزارشونه ،دويمه برخه ادبې نقد اووروستې برخه ازاده مشاعرې ته ځانګړې شوي وي .
پسرلې ادبې ټولنه دڅلوروکلنوراپه ديخواپه فعاليت بوخته ده چې دامام صاحب دفرهاددځوانوپښتنوادبي اوکلتوري ټولنه يي يوه څانګه ده .
خو ولې ددي ټولنې دغړوپه وينا تراوسه ددغې ټولنې دهيڅ غړې شعرې ټولګه چاپ شوي نده په داسې حال کې چې ددغې ټولنې ډيرې غړې چاپ ته چمتوشعرونه لري.
ياده دي وي چی دغه پسرلنې ادبي مشاعره وروسته په دعاييه وينا سره پاي ته ورسيده . همايون بابر کندوز