محمدګل نوري له دغه فخر بس دئ
لڅي کړې د پښتو په خدمت پښې دي
ارواښاد نوري (١٣٥٢ ش مړ) او افغاني فولکلور دوه نه بېلوونکي پيوندونه دي، چي تر ډېره به د ارواښاد نوري د نامه سره د پښتو فولکلور روزلو او پاللو قيد مل وي او هم به د پښتو شفاهي ادب او فولکور ليکلو، ساتلو، پاللو او خپرولو په سرلارو کي د ارواښاد نوري نوم لومړى ليکل کېږي.
د پښتني فرهنګ او فولکلور د دغه لوى خدمتګار مقبره د تقريباً پنځه دېرشو کلونو را په دې خواپه خورا خوار و زار حالت کي پرته وه او د دولتي او غير دولتي فرهنګي بنسټونو له خوا يې هيڅ ډول جوړولو ته زړه نه وو ښه سوى (د ارواښاد نوري قبر د کندهار ښار په جنوب کي د منارې کلي د ميا نورمحمد نورزي (رحمة الله عليه) د مقبرې د شرقي پلو په درې سوه متري کي واقع دئ).
په ١٣٨٧ ش کال چي کله ما د ارواښاد نوري د ملي هينداري د دوباره چاپ په کار لاس پوري کړ، نو مي وغوښتل چي د ارواښاد نوري د کورنۍ د غړو سره هم ووينم، څو وکولاى سم د هغوى څخه د نوموړي کتاب لومړى چاپ تر لاسه کړم، نوموړى کتاب مي د ارواښاد نوري د کورنۍ د غړو سره پيدا نه کړ، خو په ضمن کي مي د ارواښاد نوري د زامنو او کورنۍ د نورو غړو څخه د ارواښاد نوري د ژوندانه د وروستيو شپو ورځو په اړه خورا نوي او خواشينوونکي معلومات تر لاسه کړل او هم د دوى له خبرو څخه رامعلومه سوه، چي د ارواښاد نوري قبر د ورک کېدو سره مخامخ دئ، ما هغه مهال دغه حال خپل استاد او د پښتو ژبي تکړه ليکوال او محتاط څېړونکي ښاغلي محمدمعصوم هوتک ته د يوه ايميل په ذريعه واستاوه، وروسته ښاغلي هوتک صاحب د تليفوني خبرو په ترڅ کي ډاډ راکړ، چي دوى به حتماً د نوموړي مقبرې د جوړولو لپاره يو څه مادي مرسته کوي، څو د هغې مادي مرستي په ذريعه د اوراښاد نوري قبر د ورک کېدو له حالته وژغورل سي.
څو ورځي وروسته د ښاغلي هوتک صاحب له خوا د ارواښاد نوري د قبر د شنختي لپاره ليکلى متن راواستول سو، څو په راتلونکي کي د هغه ارواښاد پر قبر باندي نوموړې شنخته ولګول سي، د شنختي متن په دې ډول دئ:
(بسم الله الرحمن الرحيم – دلته ستاسي د دوعا محتاج، د پښتو ژبي لوى خدمتګار، فولکلوريسټ، ليکوال، د کندهار د ادبي انجمن او د کابل د پښتو ټولني فعال غړى، مشهور ادبي شخصيت او شاعر ارواښاد محمدګل نوري (١۲٨١ – ١٣٥٢ هـ ش) په ابدي خوب بيده دئ. جنت الفردوس دې په برخه وي (آمين).
مرحوم محمدګل نوري د عبدالواحد صاحبزاده زوى د غلام نبي صاحبزاده لمسى، او د رحمت الله صاحبزاده کړوسى وو، چي د نسب سلسله يې ميا نورمحمد نورزي رحمة الله عليه ته رسېږي، پښتنو زلميو لره بويه، چي د مرحوم نوري په لاس د فولکلور او ادب بله سوې شمعه روښانه وساتي:
محمدګل نوري له دغه فخر بس دئ
چي لڅي کړې د پښتو په خدمت پښې دي)
ورسره سم يې څو ورځي وروسته اووه سوه اتيا امريکايي ډالر د نوموړي قبر د جوړښت لپاره راواستول. د نوموړى قبر د جوړښت لپاره مي په کوئټه کي د يوه بل دوست په ذريعه د ښاغلي عبدالله نورزي سره هم خبره وکړه، چي ښاغلي نورزي د ارواښاد نوري د قبر لپاره د قبر د پوښ او شنختي جوړولو وعده راکړه او څو ورځي وروسته يې پر خپله وعده وفا وکړه او د قبر پوښ او شنخته يې په ډېر ښکلي ډول جوړ او کندهار ته راواستول، نو په دې ډول د ارواښاد نوري د مقبرې جوړولو په کار کي تر ټولو لومړى د ښاغلي هوتک صاحب مرسته د يادوني وړ ده، چي د دوى په ځانګړې پاملرنه سره د ارواښاد نوري مقبره د ورک کېدو له حاله ژغورل سوه، د نورو هغو دوستانو نومونه چي د نوموړي قبر د جوړښت لپاره يې مالي مرسته کړېده په دې ډول دي:
1. محمدنسيم سليمي څلور سوه ډالره
2. عبدالله نورزى (د قبر پوښ او شنخته)
3. محمد بارکزى سل ډالره
4. ډاکټر محمدرفيق ظهير سل ډالره
5. حاجي عبدالله احمدزى دېرش ډالره
6. دوکتور محمدصديق ظهير دېرش ډالره
7. انجنير محمدنادر ظهير دېرش ډالره
8. ډاکټر محمداسحاق شينوارى پنځه ويشت ډالره
9. محمدداود ظهير پنځه ويشت ډالره
10. ډاکټر عبدالجميل بسال شل ډالره
11. علي محمد کرزى شل ډالره
12. علامه رشاد خپرندويه ټولنه (د هر ډول مادي مرستي پرته يې د ارواښاد نوري د مقبري جوړولو کار پر غاړه واخيست)
د دغو دوستانو د مرستي او پېرزويني په وجه اوس د ارواښاد نوري مقبره په ډېر ښکلي ډول جوړه سوې، چي دوى ته د دې ليک په ذريعه د ارواښاد نوري د کورنۍ د ټولو غړو په ځانګړې توګه د دوى د مشر زوى ښاغلي نورالهادي نوري د منني او کورداني مراتب وړاندي کوو.
ارواښاد استاد محمدګل نوري (١٣٥٢ ش مړ) د افغاني ليکوالو په ډله کي يو له هغو ليکوالو څخه وو، چي کار او او زحمت به يې د دې هيواد د فولکلور او ادب په ساحه کي تلپاته او نه هېرېدونکى وي، ارواښاد نوري د خپل ژوند زياته برخه د پښتو ادب او فولکلور لپاره ځانګړې کړې وه، چي د خپل پنځوس کلن ژوندانه په بهېر کي يې په نه ستړي کېدونکي ډول کار وکړ او د پښتو او پښتنو لپاره يې د فولکلور او ادب په اړخ کي خورا لوى او غنيمت خدمتونه وکړل، ملي هينداره (درې ټوکه) يې په خورا کړاو ترتيب او وليکله، د پښتو اصطلاحات او محاورې يې راټولي او چاپ کړې، پښتو متلونه، ملي سندري، پښتو لنډۍ، او د مينو ستاينه يې د پښتني فولکلور پر کوټه ور اضافه کړه، چي د دوى دغه اضافه به د پښتو د فولکلور او شفاهي ادب پر ذخيره د يوې غوښني او اغېزمني زياتوني پله د همېشه لپاره درنه وساتي، د لغاتو په اړخ کي يې د (نوراللغات) په نوم يو لوى قاموس په دوو ټوکو کي په خورا سختۍ او کړاو سره د خپلي لور په همکاري وليکى، خو د نامعلوم علت له مخي د هغه مهال د پښتو ټولني مسئولينو د (پښتو قاموس) په نامه د ارواښاد نوري د معنوي امتياز په تلف کېدو سره په دوه ټوکه کي چاپ او خپور کړ، ليک ښوونکى يې په دوه ټوکه کي د پښتو د نوو زده کوونکو لپاره ترتيب او چاپ کړ، او د ترجمې په اړخ کي يې د رحمة اللعالمين په نوم نبوي سيرت د ځانګړي يادوني وړ دئ.
ارواښاد نوري د پورته چاپي آثارو تر څنګ په لسګونو نور ناچاپه آثار هم درلودل، چي د ارواښاد نوري سره د وخت او واکمنو د جفا او بې پروايۍ پر بنسټ دا مهال له منځه تللي دي، د پښتو د کلاسيک ادب په اړخ کي د پخوانيو شاعرانو د دېوانونو راټولول او پاکنويسه کول د ارواښاد نوري يوه بله ځانګړې مشغوله وه، چي د خپلي ژبي او ادب سره د ميني پر بنسټ يې تقريباً د لسو پښتنو شاعرانو دېوانونه راټول کړي او د هغه مهال ذيصلاح فرهنګي نهادونو ته يې سپارلي، چي ځيني يې چاپ سوي خو ځيني يې لا تر اوسه د چاپ انتظار باسي. د دغو ټولو فرهنګي فعاليتونو تر څنګ ارواښاد نوري په سوونو نوري علمي، تاريخي او ادبي مقالې ليکلي چي د هيواد په بېلابېلو خپرونو کي خپرې او چاپ سوي دي.