کور / خبرتیا او پيغامونه / دلته د( صوبه سرحد پاکستان)په نوم سيمه نسته

دلته د( صوبه سرحد پاکستان)په نوم سيمه نسته

د پاکستان د مشرانو جرګې د پخواني ريس وسيم سجاد د ځواب وخت راورسېد:


د ډېر و کلونو خبره ده په بي بي سي کې به يوه اوونيزه خپرونه خپرېده چې نوم يې (( د پښتونخوا راپور )) و. په  هغې کې به د پښتونخوا له بېلابېلو سيمو ادبي، معلوماتي، پرمختيايي او نور معلومات خپرېدل. يوه ورځ ناڅاپه دا پروګرام (( د سرحد راپور ))  باندې واووښت او لامل يې هم هغه مهال دا وښوول شو چې د پاکستان د مشرانو جرګې رييس چې هغوى يې د سينيټ چييرمين بولي، وسيم سجاد بي بي سي ته ليک استولى وو چې په پاکستان کې د پښتونخوا په نامه کومه سيمه نشته نو دا خپرونه بايد په دې نامه خپره نشي. له هغې څخه نژدې شل کاله واوښتل خو اوس ( شمال مغربي سرحدي صوبه)  پښتونخوا ونومول شوه، که څه هم دا کومه نوې خبره نه ده ځکه پښتنو ته له پېړيو پېړيو راهيسې پښتونخوا ده او وي به.


 اوس د پښتونخوا له حکومت او د پښتونخوا له عوامي نيشنل ګوند څخه زما هيله دا ده چې رسنيو، په افغانستان کې نا افغاني رسنيو او په ځانګړي ډول طلوع، لمر او ارياناټلوېزونو ته دې په رسمي توګه وليکي چې په دلته د( صوبه سرحد پاکستان ) په نامه کومه سيمه نشته، دا او س پښتونخوا ده او په خبرونو او نورو خپرونو کې بايد په خپل اصلي نامه ياده شي.