کور / تازه خبرونه / سي آی اې د جنګی تبلیغ لپاره افغانی ښځی استخداموی

سي آی اې د جنګی تبلیغ لپاره افغانی ښځی استخداموی

فرانس پریس آژانس ( د هغه سند په حواله چی د سي آی اې څخه په پټه راوتلی ) راپور ورکوی سي آی اې د مارچ پر یوولسمه فیصله کړې چی څو مشهوری او تعلیم یافته افغانی میرمنی وګوماری چی په اروپایی هېوادو ( خصوصأ فرانسه او جرمنی ) کی خلکو ته تبلیغ وکړی چی په افغانستان کی د ناټو جنګ ګواکی ډیر حتمی او لازمی دی ، که نه طالبان به پر قدرت راسی او په نتیجه کی به ښځی ګواکی د تعلیم او کار څخه محرومي سی او د طالبانو سخت اسلامی قوانین به ګواکی بیرته مسلط سی .
راپور وایی چی د دې ظاهری هدف تر شا اصلی هدف پټ دی او هغه دا چی د ناټو خصوصأ جرمن او فرانسوی پوځی تلفاتو او هم ملکی تلفاتو په دغو هېوادو کی د خلکو ناراضګی او غصه راپارولې چی کېدای سی دا حکومتونه حتی بی واکه سی ( لکه د هالینډ حکومت چی د افغانی قضیې قربانی سو ) .
دا چی کومی افغانی ښځی به د دې تبلیغی مأموریتونو لپاره استخدام سی ، نومونه یې تر اوسه معلوم نه دي او وروسته به پخپله رسوا سی .