د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس د چهارشنبې په ورځ کانګریس ته په یوه استماعیه ویناکې په دې خبره اعتراف وکړ چې زمونږله ټول پوځي فشارسره سره طالبان دیته تیارندي چې و سله وغورځوي اودسولې په پروسه کې ګډون وکړي .
رابرت ګیټس دامریکې ددفاع وزیرپه توګه دسپنې ماڼۍ په چارواکوکې ترټولو لوړرتبه پوځې شخص دی چې څوځله یې تردې له مخه هم په افغانستان کې دطالبانوپه پوځې قوت اعتراف کړي اودزورله لارې یې په هغوﺉ باندې دبهرنیوځواکونوبریالیتوب ناشونی بللی .
جنرال پتروس اومایک مولن هم هغه لوړرتبه پوځي چارواکې دي چې دزورله لارې دطالبانوپه خلاف دبهرنیوځواکونوپه بریالیتوب باورنه لري اومایک مولن پرون دچارشنبې په ورځ دګیټس دخبروبه تعقیب دامریکې کانګریس ته په خبروکې هم وویل چې زمونږداخبره چې په افغانستان کې مودځواکونوزیاتوالي مخالفین دیته اړیستلي چې له مخالفته لاس په سراودسولې په پرسه کې ګډون وکړي یوبي ځایه تفاول دی .
مولن دکانګریس غړیوته وویل : لتاسوسره چې په افغانستان کې دپوځونودزیاتولي له مله دمخالفینودکمزور کیدوکومه خوشباورې پیداشوې هغه بي ځایه ده ؛ځکه هالته دپوځي ځواکونودزیاتوالي مؤثریت ډیرکم،اوزه دې کارته ډیر په تشویش کې یم چې په افغانستان کې حالات ډیرسخت ، اونورهم دسختیدلوپه خواروان دي.
امریکايي چارواکو ته له مخکې هم دا حقیقت معلوم وه چې له پوځې لارې نشوای کولای په طالبانو بری ترلاسه کړي ،
خودخپل حماقت اوعنادله مخې یې په هغه سترګې پټې کړې اوپه دناموجهو دلایلوپه اساس یې په اصطلاح له تروریزم سره دمقابلې په پلمه دبیدفاع افغانانودځورولو لړۍ جاري ساتلې.
په تیر۲۰۰۹ کال کې چې اوباما دافغانستان لپاره دپوځي استراتیژیوجوړولو لړۍ پیل کړه خپله ددغو استراتیژیو جوړوونکي او پخوانی پوځي سلاکار Bruce Riedel (بروس ریدل) په مکررډول هغه ته د دې توصیه کوله چې دغه استراتیژې یې په افغانستان کې هیڅ دبریالیتوب چانس نه لري.
بروس ریدل چې دامریکا په استخباراتي شبکه C.I.A. کې د ماموریت دیرش کلنه سابقه لري او دفغانستان اوپاکستان لپاره داوباما دپالیسي جوړونکي ټیم دپوځې متخصصینو مشري یې هم کړې څه موده مخکې دامریکا په Jamestown Foundation انستیتیوت کې دیوه مطبوعاتي کانفرانس به ترڅ کې دا خبره څرګنده کړه چې تراوسه پورې دافغانستان په اړه زمونږ ټولې احصایې اوهالته روان پوځي جریانات ددې خبرې ښکاروندوینه کوي چې هالته روان حالات ټول دطالبانو به ګته روان دي اوامریکایانوته له هغوﺉ څخه له مرګ ژوبلې سیوانورهیڅ په لاس نشي ورتلای.
داخبره دتأمل وړده چې امریکایان دپورتنیو واقعیتنو اواعترافاتوسره سره بیاهم ولي دزور آستعمال ته ترجیح ورکوي ؟
ایا په تیرې یوې پیړۍ کې دافغانانوپه لاس دانګریزانو اوشورویانو ددوعظیموامپراتوریو له منځه تلل په تاریخي لحاظ دامریکایانو په حافظه کې ځای نه لري؟
ایاداخبره چې دنړیوالوپه منځ کې افغانستان دامپراتوریو دهدیرې په نوم شهرت لري دامریکایانوترغوږونده رسیدلې؟
حقیقت دادی چې امریکایان ددغوټولوتاریخي احداثوپه هکله ښه معلومات لري خوله دې هرڅه سره سره بیاهم په افغانستان کې دافغانانوپه خلاف خپلې بدماشۍ ته دتاواني شویو قماربازانوپه څیر د وروستي بري دترلاسه کولو په تمه دوام ورکوي. خوپښتانه متل کوي “دکوم میږي چې ورکه په برخه شي نو وزروکړي”؛دنړۍ په ځبرواکانوکې هم چې دچادزوال نښې رانیږدي شي نوپه افغانستان یرغل وکړي په دي سره که افغانان هرڅومره وځپي خوپه پایله کې دوﺉ هم بیا دنړۍ په نقشه کې خپل نوم نشي پیداکولای.
ترامریکایانوله مخه دشورویانوسره امپراتورۍ دداشانې یوه یرغل په پایله کې دنړۍ له مخې پوفناشوه , ددغې امپراتورۍ شندل شوي عناصر اوسني روسان چې دخپلوسیالانو(امریکایانو) ورکې ته یې دوې سترګې څلوردي هغوﺉ ته په افغانستان کې دپاتې کیدوخصمانه مشورې ورکوي او دیته یې هڅوي چې له طالبانوسره دجګړې په زور خبره سپینه کړي له همدې امله تیره ورځ په ملګروملتو کې د روسیې دایمي استازي ویتالي چورکین دامریکایانو په غوږوهلو سره نړیوالې ټولنې ته داسپارښتنه وکړه چې طالبانو ته امتیاز ورنه کړي ماناداچې دتوپک په خوله دې ورسره مالومه کړي.
دامریکایانولپاره دروسانوپه دغې توصیې کې په ديپلوماتیک لحاظ داسې یو انتقام ګیرانه مرموزپیغام پټ دی چې په تعبیریې یواځې دکرملین له برم نه لویدلې سیاسي پڼډتان ښه پوهیدلای شي .