کور / تازه خبرونه / بلوچستان: د افغان مهاجرو ستنېدل پيل سول

بلوچستان: د افغان مهاجرو ستنېدل پيل سول

د ملګرو ملتونو د يو، اين، ايچ، سي، آر سازمان وايي د بلوچستان ايالت څخه د هغو افغان مهاجرينو د وتلو لړۍ پيل سوه، چي په خپله خوښه هيواد ته ستنېدل غواړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وينا دوى که څه هم په پاکستان کي د اوسېدو قانوني اسناد يا مهاجرکارټونه لري، خو په خپله خوښه حاضر سوي دي چي هيواد ته ستانه سي.
ملګري ملتونه وايي خپل هيواد ته د ستېندونکو افغانانو له هر کس سره ١٠٠ ډالره نغدي، د خوراکي توکو او کور اړوند سامانونه مرسته ورسره کوي.