کور / تازه خبرونه / بن لادن: خالد شېخ مه وژنئ!

بن لادن: خالد شېخ مه وژنئ!

د الجزيرې ټلوېزون وايي د اسامه بن لادن پيغام يې ترلاسه کړئ چي له امريکا څخه د خالد شېخ محمد د نه وژلو غوښتنه کړې ده.
په خبر کي راغلي بن لادن امريکايانو ته ګواښ کړئ چي که خالد شېخ او د دوى نورو بنديانو ته د اعدام سزا ورکړي، دوى به امريکايان ووژني.
د الجزيرې ټلوېزون دا نه دي ويلي چي دغه پيغام يې څه وخت له کومه ځايه ترلاسه کړئ دئ. خو خالد شيخ چي امريکايان يې د يوولسم سپټمبر د حملو طراح بولي اوس په امريکا کي تر محاکمې لاندي دئ.
نوموړى په ٢٠٠٣ کال د مارچ په مياشت کي د پاکستان پلازمېني اسلام آباد ته نيژدې په راولپنډۍ ښار کي ونيول سو.
تر اوسه لا دا معلومه نه ده چي دغه پيغام رښتيا هم د بن لادن دئ او که د کوم بل مشر، ځکه په وروستيو دوو کلونو کي اکثره څېړونکي په دې باور دي چي اسامه بن لادن مړ دئ او امريکا په دې خاطر چي په افغانستان کي خپل حضور ته مشروعيت ورکړي د هغه مرګ پټ ساتلى دئ.