کور / تازه خبرونه / کندهار:ارسلاجمال،دمسجد مکتب اوحجرې ترمنځ واټن راغلى

کندهار:ارسلاجمال،دمسجد مکتب اوحجرې ترمنځ واټن راغلى

په کندهارکې ولسي استازي وايې چې په تېروڅوکلونوکې ولسي مشرانوته پاملرنه نده سوې
دوى وايې چې ددرې لسېزوورانيوپه ترڅ کې ولسي جوړښتونوته زيان اوښتى اوله دولت څخه غوښتنه کوي چې دقومونواوقبايلووزارت له لاري ولسي جرګې اونورولسي جوړښتونه بېرته راژوندي کړي
داڅرګنده ونې په هغه غونډه کې وشوې چې دقومونواوقبايلودوزارت په نوښت دسويلي حوزې دولسي استازواودولتي چارواکوترمنځ ترسره سول
پدغه غونډه کې دقومونواوقبايلوچارو سرپرست وزېرارسلاجمال وويل چې دسولي دپروسې په عملي کولوکې دولسي مشرانورول زيات ارزښت لري .
له هغه وروسته چې دافغان دولت اووسله والومخالفينوترمنځ يې دسولي اوملي پخلاينې خبري تودې سوي ،
ددغه بهيردعملي کولوپه موخه په کندهارکې ديوې اونۍ په ترڅ کې دچارواکواولسي مشرانوترمنځ دوهمه غونډه کېږي .
دچارواکوپه خبره چې ددغوغونډوله لاري غواړي ،ترڅودخپلومخالفينوسره دسولي دپروسې دعملي کولولپاره دولسي استازومرسته اونظريات ترلاسه کړي .

ټاکل سوې چې په راتلونکې مياشت کې دافغان دولت له وسله والومخالفينوسره دسولي مقدماتي جرګه په پلازمېنه کابل کې راوبلل سي
دغې جرګې ته دسويلي ولاياتودهري والسوالۍ څخه يويوتن ولسي استازى غوره کېږې اوپرهغه کړن لاره به خپل نظرڅرگنده وي چې دولت يې وضع کوي .
دغې موخي ته درسېدولپاره نن دسولي حوزې دڅلوروولاياتوڅخه په سل ګونوولسي استازي په يوه غونډه کې راټول سوي وو .
دقومونواوقبايلوسرپرست وزېرارسلاجمال وايې چې دقومي مشرانو اوولسي استازودنده داده چې خپل زامن اوخپلوان دسولي خواته راوبولي اود دولت دنده داده چې هغوى ته دکاراونورواړينوچاروزمېنه برابره کړي .
ښاغلي جمال وويل چې دتېرودرولسېزوناخوالوپه ترڅ کې دجومات ،ښوونځى اوحجرې ترمنځ واټن رامنځ ته سوى اودوى غواړي چې ستونزي دجرګواومرکوله لاري حل کړي .
په ورته وخت کې بيادکندهاردولايتي شوراريس وايې چې دټولنې دنوروبنسټونو سره سره هغه ولسي جوړښتونه لاهم سخت زيان من شوي چې ستونزې به يې په کليواله کچه حلولې .
نوموړى وايې چې دولت هم په تېروڅوکلونوکې ولسي جوړښتونوته خاصه پاملرنه نده کړې .
دى وړاندېزکوي چې پدې لارکې دي دقومونواوقبايلووزارت ته زيات واک ورکړل سي .
دولايتي شوراريس احمدولي کرزي دسولي په ډګرکې له قومي مشرانووغوښتل چې ترټولولمړى دي هغه کسان خپل هيوادته راوبولي چې دامهال دبهرنيوهيوادونودموخوښکارسوي .
نوموړي که څه هم دکوم بهرني هيوادنوم يادنه کړخوزياته يې کړل چې په بهرکې دافغان دولت مخالفين دې ته هڅول کېږي چې په افغانستان کې دننه په ناامنيولاس پوري کړي .
دقومونواوقبايلووزارت وايې چې دسولي دپروسې دعملي کولولپاره په کندهارکې نننۍ غونډه دهيوادپه کچه نهمه غونډه ده چې ترسره کېږي .
هاخوپه ملګروملتونو،افغانستان اوعراق کې دامريکادمتحده ايالاتوپخواني سفيرزلمي خليل زاد ويلي چې که په يوه کال کې دسولي لپاره اړين ګامونه پورته نه کړل سي ،ښايې حالات نورهم ترينگلي اودسولي چانس له لاسه ووزي .
نوموړي له نړيوالومطبوعاتوسره په خپلوتازه خبروکې زياته کړې چې پدې وروستيوکې دسولي هلي ځلي ټکنۍ سوي اوداله دې امله چې پاکستان هغه طالب مشران نيولي ،چې غوشتل يې له افغان حکومت سره سوله وکړي .
خليلزادزياته کړې چې دسولي لپاره ډېروخت ضايع سوي اولږپاتې دى .
دغه رازدگلبدين حکمتيارپه مشرى داسلامي حزب په لمړي ځل چمتوالى ښودلى چې که امريکادخپلوسرتېرودوتلوپلان پرټاکلي وخت عملي کړي ،دوى سولي ته چمتودي .
دامريکاولسمشربارک اوبامادافغانستان لپاره دخپلي نوي ستراتيژۍ داعلان پرمهال سربېره پردې چې ددېرش زره نويوسرتېرودرالېږلوخبره وکړل ،دايې هم په ډاګه کړل چې امريکايې سرتيري به په اتلسومياشتوکې وتل پيل کړي .
حزب اسلامي يوه ددولت له هغووسله والومخالفوډلوڅخه ده ،چې له هيواده دنړيوالوځواکونوله وتلوپرته هرډول سوله ناممکنه بولي .
ددغې ډلي يولوړپوړى پلاوى همداوس اوس په پلازمېنه کابل کې له دولتي چارواکواوجهادي اوسياسي ډلوسره په خبروبوخت دى .