کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ناوړه مرستې ناوړه پايلې

ناوړه مرستې ناوړه پايلې


وړتيا او استعداد هغه ځواك دى چې لرونكى يې د چا د ناروا مرستې په تكل كې نه وي؛ بلكې هر وخت كولاى شي چې له خپلې وړتيا او استعداد څخه كار واخلي. طالبانو په خپله مخکينۍ دوره کې کوم څوک په زور په لمانځه درولی و، خو هغه له ځانه سره په زړه کې ويلي و، چې لمانځه ته خو دې ودرولم؛ خو وايي به يې څوک. په رښتيا هم کوم کار چې د علاقې، استعداد او اخلاص له مخې ترسره نه شي سمې پايلې نه لري.
پخوانو ويلي چې په زور کلي نه جوړېږي، رښتيا يې ويلي، کله چې يو څوک په يو مسلک پوه نه شي، هېڅ کله به هم ونشي کولای چې په هغه برخه کې پرمختګ وکړي. که چېرې يو بزګر ته د حقوقو د پوهنځي او يا هم د کوم بل پوهنځي ديپلوم ورکړو، فکر نه کوم چې کومه ګټه ورته وکړي او يا هم نوموړى بزګر د حقوقي مسايلو په برخه كې ټولنې ته څه وكړي، که يوازې د سند لپاره وي نو سمه ده د ديپلوم له مخې به په يوه پوست کې وټاکل شي خو هغه څوکۍ او هغه پوست خو هم له نوموړي څخه د همغه مسلک اړوند کار غواړي. بيا به هغه وخت کار پر چا کوي.
زه د همداسې يوې پېښې پايله له تاسې سره شريكوم چې هغه هند ته د دوولسم ټولګي د فارغينو د لېږلو په اړه ده. هند ته د بورسونو بريالي اوس له هند څخه راتښتي ځکه هغوی فکر کاوه چې اوس خو مې واسطه وکړه هلته به هم همداسې په مخ روان يم، خو په دې نه پوهېدو چې هغه بيا د افغاستان فضا نه ده، چې هر څه د قوارې، پېژندنې، قوميت، ژبې او داسې نورو ملحوظاتو له مخې ترسره کېږي، بلکې هلته وړتيا، پوهه او خپله توانايي په نظر کې نيول کېږي.
ځكه چې ډېر هند ته تلونكي افغان زده كوونكي هلته  په تدريسي ژبه د نه پوهيدو اوناسمې زده کړې له امله په دې نه دي توانېدلي چې هلته خپلو زده كړو ته ادامه وركړي. هند په افغانستان کې د طالبانو د رژيم تر نسکورېدو وروسته د نوي دولت له پيل سره سم د نورو ټولنيزو مرستو تر څنګ د لوړوزده کړود پياوړتيا په موخه په ۲۰۰۶ زېږديز کال کې د۲۵۰۰ تحصيلي بورسونو اعلان وکړ .
 په نوي ډيلي كې د مېشت خبريال محمد صادق رښتيني په وينا په تېرو څلورو کلونو کې ۲۰۰۰ زره افغان محصلين د هندوستان له خوا په ورکړل شوو تحصيلي بورسونو او همدې ته په ورته شمېر کې په خپلو شخصي لګښتونو هند ته د زده کړې لپاره هند ته راغلي دي.
 

د نوموړي په وينا هغه زده کوونکي چې په افغانستان کې يې دولسم ټولګى په لومړي دويمه يادرېيمه درجه لوستى وي په انګليسي ژبه مهارت ولري د افغانستان د لوړوزده کړو د وزارت له خوا له يوې ازمويني وروسته په هندي پوهنتونو کې د لوړو زده کړو چانس تر لاسه کوي اوبريالي شوي ۵۰۰ زده کونکي په کې هند د اقتصاد، سياسي او اجتماعي علومو او(پنځوس تنه) د انجينرۍ پوهنځي ته مني.
خو دا چې ډېرى افغانانو په هند كې له څه مودې تېرولو څخه وروسته پښې د افغانستان په لور سپكې كړې او له هغې بورس څخه تښتېدلي چې يو او بل وزير، وكيل او رئيس ته يې زارۍ كړې او هغه هم د اړيكو، پېژندنې او يا هم د ځينو لاملونو له مخې نوموړي ته د دې كار زمينه برابره كړې څو نوموړى په هند كې لوړې زده كړې وكړي او په راتلونكي كې پوهاند وديرصافي، موسسې وردګ او نور ورڅخه جوړ شي. خو نه داسې ونه شول او هېڅ به هم ترې جوړ نه شي؛ ځکه ډېرى يې بېرته هېواد ته راستانه شول.
 په داسې حال كې چې د يو بل مستحق، لايق او وړ افغان د تلو مخه يې هم ډب كړه د هغه حق يې هم وخوړ خو خپله يې هم ورڅخه ګټه ترلاسه نه كړاى شوه.
د دې ستونزې ډېره پړه د هغو كسانو پر غاړه ده چې له دې كسانو څخه د ازموينې اخيستلو په وخت كې دې ته نه ګوري چې په هند كې د انجينري پوهنځي لپاره بايد څه ډول كسان غوره شي، هند ته د انجينري پوهنځي لپاره ډېر داسې كسان لېږل شوي دي چې نه يې رياضي سمه زده ده او نه هم په انګليسي پوهېږي چې له همدې امله د ځان لپاره د تښتې لاره ټاكي.
تر دې مخکې به چې کله هم د واسطې، رابطې او فساد خبره کوله نو په لومړي سر کې به يې د بهرنيو چارو وزارت ته ګوته نيوله خو اوس وينو چې د بهرنيو چارو وزارت په څنګ کې يو بل وزارت هم شته چې د رشوت، فساد، واسطې او رابطې پېښې په کې ډېرې تر سترګو کېږي او ان تر دې چې په خپله د وزارت چارواکو ته هم دا يوه ستونزمنه خبره شوه چې د دوى له خوا څخه ټاکل شوي کسان د پوهې د ټيټوالي او نه وړتيا له امله بېرته خپلو کورونو ته پناه وړي.
دا د ناوړه مرستو پايله ده چې هېڅ كله به هم سمه پايله ورنه كړي. كه چېرې دې كسانو ته فكر وكړو دوى هم خپل ځان، خپلې كورنۍ، خپلوانو او هم هغې كسانو ته وشرمېدل چې دوى ورڅخه د مرستې غوښتنه كړې وه. له دې څخه بايد هم مرسته غوښتونكي او هم له دې ډول كسانو سره مرسته كوونكي عبرت واخلي څو نه د بل چا حق سوزل شوى وي او نه هم دوى خپله په شرمو شرمېدلي وي.