خوږو لوستونکو ډير هڅه مې وکړ چې د اغلې زرلښته حفيظ سره مرکه وکړم دډيرو مصروفيتونو له وجې زرلښته حفيظ د اوس دپاره معذرت وغوښت دنوې کتابونو دچاپ سره به تازه مرکه تاسې ته وړاندې شي اوس مو رابولمه دغی مرکۍ ته
له اغلې زرلښتې حفيظ سره ادبي مركه
انجنير همت الله امین زی
Monday, 18 January 2010
په لټون كې ملوملګرو! زرلښته حفيظ له هېواده پردېسه،تانده،هڅانده،نوښتګره اوخوږژبې شاعره دى، چې دپښتو شعراوادب په غولي رڼه برېښېدلې اودپښتواوسنيوښځينه شاعرانو دليكې دمخكښو څخه دى.
زرلښته حفيظ له هېواده بهردكاناډاپه هېوادكې دپردېسۍ شپۍ ورځې سباكوي،اغلې حفيظ دخپل شته ادبي استعدادله مخې په ډېر كم وخت كې دشعرپه رنګينه نړۍ كې ډېره ښه وځلېده، چې په دې اوونۍ كې موله همدې ژورفكره، نوښتګرې، دمانااوحقيقت په لټون پسې ستړي،فلسفي او دردمنې ليكوالې او شاعرې سره په سپوږمۍ كې خبرې اترې دزړه خوالې ته ځانګړي كړي دي چې دخبرو پيل به داغلې په يوه بيت سره وكړو،چې وايي:
څه دايمان څه دګناه په نامه
څه دپښتو څه دحيا په نامه
ځواني مې لاړله ايره ايره شوه
دخوږ ژوندون دتمنا په نامه
شرنګ : خور،سلامونه – زه خوموپېژنم،كه له شرنګ سره پېژندګلوي وكړۍ ؟
حفيظ : ډېرمننه امين زی صيب،زماسلامونه هم ومنئ . خداى دې وكړي چې دژوندپه هرډګرکې ډيروبرياليتوبونه ولرئ . نوم مې زرلښته تخلص مې حفيظ ملکزۍ ده،دننګرهارولايت دخيویولسوالي دقلټک په کلي کې دملک حفيظ الله په کورکې زيږيدلې يم. دم ګړۍ دکاناډادالبرتاپه ولايت کې اوسيږمه.
شرنګ : كېدى شي دخپلو زده كړو په هلكه مالومات راكړۍ ؟
حفيظ : زده كړې اوس هم كوم خوپخوانۍ زده كړې مې،دولسم مې دننګرهارپه الايې ليسه کې اوعالي تحصيلات مې دکابل ولايت دټولنيزوعلوموپه انستيتيوت اوطبي زده كړې مې هم په کابل، پيښوراو کاناډا کې کړيدي چې دالړې روانه ده،وروسته تردې به human resource اوژورناليزم کې هم پلان لرم چې په راتلونكي كې که خداى کول نوپه دغه څانګه کې هم تحصيل کول غواړمه.
شرنګ : شعر ته موڅنګه مخه كړه او شعر او شاعري مو چېرې پيداكړه ؟
حفيظ : ورو ر- دوړوکوالي نه مې شعرسره مينه درلوده،په ديارلس کلنۍکې مې شعراوشاعري ته مخه وکړه دژوند حالات اودجنګ غميزو دمظلوم ملت دردونه شعر او شاعري ته يې وهڅولم. اوم صنف کې وم چې دننګرهارعالي دارلمعلمين کتابټون ته ولاړم. ترڅودمهاتماګاندي هغه کتاب ترلاسه کړم (ديوپلارليکونه خپل لورته )چې هندراګاندي ته يې دهغې دنوي پيغلتوب وختونوکې ليکلی و، چې دكتابتون مسول نه مې پوښتنه وکړه هغه راته وويل هغه نلرم بل کتاب وغواړه مادغني خان يوشعري ټولګه وغوښته ددې کتاب په لوستلوکې مې شعري روحيه نورهم ښه شوه .
شرنګ : ستاسو په اند شعر يعني څه او شاعر يعني څوك ؟
حفيظ : شعر يو هنرده يوه جذبه ده يو احساس ده علمان وايي چې دانسان په وجود کې دوه شيه ډير عزيز معلوميږي چې يوه ته زړه او بل ته دماغ وايي ددماغ نه علم او فلسفه پيدا شوه دزړه نه شعر مسلمانان دايمان او عقيدې ځاى ته زړه وايي صبر،رحم،شجاعت،سخاوت،دزړه کار دی عشق او مينه په زړه کې وي شعرله زړه نه الهام اخلي او له زړه سره کارلري شعردښکلي خيالات،عالي احساسات،دزړه تاثيرات،دغم اوخوشحاليۍ خوبونه دروحي جسمي ښکلااغيزې عشق اومحبت دی،شاعر هغه څوک دی چې په شعرکې جذبه،په زړونوکې هيجان،تاثير ولولي،حساسيت،غم،اوخوشحالي زلزلې اوطوفانونه وپاروي شاعرهغه څوک دی چې په خپل شعرونوکې ديو ملت مړه احساسات او جذبات راويښ کړي اوکه ملت شاعرونه لري،زړه نلري سترګې نه لري،نوکله ناکله شاعران دخپل ملت بې ټوپک سپاهيان هم دي چې دنارواو په مقابل کې دقلم په ژبه جنګ کوي شاعرهغه څوک دی چې زړونه ويښوي خپل احساسات په ادبي جملوکې په داسې شکل چې که عشقي وي که اجتماعي ياحماسي بيان کړي بايد تل دکلام تهذيب ته خيال وساتي داسې يو څه وليکي چې د ټولنې اکثريت ته قابل دقبول وي اودخلکو زړونو ته لاروکړي .
شرنګ : ځينې شاعران وايي چې شاعري يو فطري لورېينه ده او په ډېر علم پورې اړه نلري تاسو دې معقولي ته په كومه سترګه ګورئ ؟
حفيظ : زه دشاعرانو ددې خبرې په تائيدسره وا يمه چې دايوه داسې الهي پير زوينه ده چې الله تعالي خپل يوشمېردبنده ګانو باندې پيرزو کړيدي دمثال په توګه کله چې مرحوم ملنګ جان په شعر ويلو پيل وکړ و ډير تعليم يې نه درلودچې بياوروسته يې په تعليم کې يوڅه تغير راغی هغه په هغه زمانه کې داسې شاعري کړيدی چې تراوسه پورې دمرحوم استاداولمير په اواز کې دزړونو رګونه په اهتزاز راولي تاسو به هم دا سندره اوريدلې وي چې وايي دازموږ زيبا وطن دا زموږ ليلاوطن اوداسې نورې چې دادشعراوشاعري پيل تعليم پوری اړه نلري مګر دزمان دتيريدو سره که شاعر غواړي په شعرونو کې نوښتونه راوړي ژوندي او تل پاتې شاعري وکړي نو ضروردی چې خپل د مطالعې کچې ته پراختيا ورکړي .
شرنګ : ولې هر سړى شاعر نه وي او هغه چې شاعر وي زياتره يې اندك رنج وي ؟ په وړو ، وړوشيانو خپه كيږي ؟
حفيظ : دا چې ولې هر سړی شاعر نه وي ما مخکې هم وويل دا دخداې(ج) لورينه ده اوداچې شاعران ډير حساس خلک وي هرڅه ډير زر حس کولاې شي او په هرڅه عميق يعنی ژور فکر کوي په عين زمان کې ډير نازوک خيال هم وي شاعر داسی وي لکه دګل که د يو چانه متاثرشي نو رښتيا هم چې ټول حواس يې مړاوی کيږي اوکه يوشاعر زرخپه کيږي نو زرخوشحاليږي هم خو په دواړو حالاتو کې شاعر بريالی وي داځکه چې که شاعر خپه شي او که خوشحال وي ښه شعرليکلی شي .
شرنګ : څومره شعرونه مو تراوسه ليكلي دي اوشعرونه موډېرې په كوم څه راڅرخي او ډېرموڅه ته پكې ارزښت وركړى دى ؟
حفيظ : شعرونه مې زرو نه اوښتي دي ما خپل شعرونو کې هرڅه ته تر وسه ځاې ورکړيده څکه چې دټولنی غړي مختلف نظري لري ټول يو رقم شعرونه نه خوښوي دا چې دخپل وطن او خلکو سره ډيره مينه لرمه کوشش مې کړی چې هر رقم شعرونه وليکمه خو زياتره شعرونه مې اجتماعي او حماسي دي عشقي شعرونه هم لرمه خوځان سره مې ساتلي دي فکرکومه لوستونکي ښه قضاوت کولاې شي
شرنګ : له خپله انده دښه شعر لپاره كوم معيارونه غوره كوۍ ؟
حفيظ : زما په اندښه شعر ژوندی او تل پاتې شعرونه دي چې جامع وي اودټولنې داکثريت خوښ شي لکه عشقي ،اجتمايي اوحماسي شعرونه کيداى شي هرڅوک خپل نظر ولري نوزما په اندښه شعر هغه دی چې دخلکو زړونو ته لاره وکړي لکه درحمان بابا،خوشحال خان خټک،غني خان،حمزه صاحب،مرحوم ملنګ جان اوامان الله سيلاب ساپي صيب شعرونه.
شرنګ : كوم ډول ته ارزښت وركوي ، طبيعت اوكه ښكلاته چې جوړه شوي وي (لكه يوه دنګه ماڼۍ چې كېدى شي ښكلا ولري اوكه ديوې سيمې يايوه ځاى خپل اصلي څېرې ته چې كېدى شي هغه يو غر وي) هريو يې غوره ګڼۍ كېدى شي دليل يې وښيۍ ؟
حفيظ : زما په نظر هرڅه ځانته ځاى اوښکلالري خو زه دطبعيت ښکلاګان ډيرخوښومه چې قدرتي دي که تاسې دلوړوغرونوسرونوته ولاړشئ دغرولمنوکې نښترې وګورئ اويادپسرلي محال کې په کليوکې دنګ دنګ چنارونه دويالوترڅنګ د اوړي محال کې دسپدارو وني اوبياکله چې دسهارشمال دلمرڅړيکې سره دسپيداروپاڼۍ په نڅاراولي دسپيدارو ټولې پاڼې دمخه په رپيدوراشي اويادغرونولمنوکې ګلان، ځنګلي ونې لکه دلونګوبوټۍ ځندکۍ،دچندړو،شنو،جنغوزو،مماڼو،دمرغانواوازونه دپسرلي محال کې دشولې په کروندو کې دغرمې محال دچنډښواوازونه اوياديوروان سيند داوبوڅپې اوشرهاراو اواز ته غوږ شئ اويا دغره لمنوکې د ريدي اوياارغوان ګلونه ووينئ نوروح به مو تازه شي يوجوړې شوې ماڼۍ هم ځانته ښکلا او معنا لري ځکه چې په نړۍ کې ځيني ډيرې ښه تاريخي کيسي لري لکه دخداې کور چې دملسمانانوقبله ياديږي يادمکې معزمې وداني دنړۍ دميلينونوانسانانودتوجع وړګرځيدلې اوياتاج محل ياممتازمحل چې دنړۍ دډيروخلکوخوښ شوى دی هغه محل چې ددرې سوونه هم ډيرکلونه وشوچې لايې معمارپيداشوی نه دی دهغې معماردلټون پسې دنړۍ پوهان تراوسه پورې دهغې دنوم اوپته پيدا کولو پسې ګرځي خودغه ودانۍ رښتياهم چې هم ښايسته دی اوداښايست يې دهغه په معنااوکيسه پورې اړه لري، زمادواړه پخپل ځاى خوښ دي چې دخداى(ج)قدرتوبيلګۍ په کې دورايه معلوميږي .
شرنګ : داوسني شعر وضيعت څنګه ارزوۍ ؟
حفيظ : دکميت له نظره شاعران ډير شوي دي پرمختګ شوې شعرونه هم دکيفيت له نظره ښه شوي شعر ددرباري حالت نه وتلی عام شوی شعر په ټولنه کې خپل اصليت اوخپل ځاى پيداکړی خونواقص هم له ځانه سره لري چې دمشرانوتوجو ورته غواړم شعربايدټولنه دبدبختيونه نجات ورکړي سمونه راوړي ځوانان اوخلک دي نوردټوپک اوجنګ لوري ته نه دقلم اوپوهې په لوري سوق کړي اوبل داچې دشلمې پيړۍ نه پاتی ده اواوس هم چې يوشتمې پيړۍ ده دا سلسله روانه ده دابايدتکرارنه شي خوزموږنارينه شاعران يې تکراروي هغه په مستعارونومونود ښځو په نوم شاعري ده چې دالړۍ بايد ختمه شي هغه پيړۍ اوداعصرسره ډيرفرق کوي اوس دااړتيا نه ليدله کيږي.
شرنګ : دنن او پرون شاعرانوشاعري څنګه سره پرتله كوۍ ؟
حفيظ : زما دواړه خوښ دي هريوپخپل وخت کې ښه شاعري کړې خوپروني شعرونه ژوندي اوتل پاتې شعرونه دي پروني شعرونو کې خوندډير و ژور پيغامونه په ساده ژبه کې هر څه په پام کې نيولو سره ورته ښه شعر ويل کيده،خونن سبادشعرژبه لږ څه پيچلې شوې دی چې نوی شاعر يالوستونکي ستړی کوي په لوستلوکې ستونزه پيداکوي خوشاعرانونه هيله کومه په شعرونوکې په ساده ژبه نوښتونه راوړي دليلاد ښايست اوداشنا دمينې نه بغير نور څه هم شته په دې ټولنه کې چې دشعر لمنه پراخه اوشعر دهنر معراج ته ورسوي.
شرنګ : ستاسو په اند ديوه ښه شعر ځانګړ تياوې به څه اوكومې وي ؟
حفيظ : ديوښه شعر ځانګړتياوې دشاعربغاوت دی شعربايددقيودنه ازاد وي ښاسته ساده،ښکلې،ښه احساسات،دخوښئ،غم،عشق،مينې،محبت،اخلاص،وفادارئ اوغيرت ټکي په کې راغلي وي شعربايد ژوندی اوتل پاتې وي چې کلونه کلونه دخلکو په فکراوژبو کې وي لکه دښاغلي کاروان اوجمل اند دمرحوم غني خان ،رحمان بابا، خوشحال خان خټک،مرحوم ملنګ جان اومرحوم خداي بښلې امان ا لله سيلاب ساپي اولكه دنازو انا داڅلوريځه :
سحرکه وه دنرګس ليمه لانده
څاڅکي څاڅکي يې له سترګوڅڅېده
ماويل څه ده ښکلې ګلې ولې ژاړې
ده ويل ژوند مې ده يوخوله خنديده
که تاسې ورته ځير شئ دې شعرکې ډيره ښه ماناپرته ده دايوه ژوندۍ اوتل پاتې خبره ده چې په شعر كې بيان شوې دى،چې کلونه،کلونه دخلکوژبوکې ګرځي.
شرنګ : په پخوانيو او اوسنيو شاعرانو كې دكوم شاعرله شعرونو نه ترنورو ډېرخوند اخلۍ او ښه يې ګڼۍ ؟
حفيظ : په پخوانيوشاعرانوکې دمرحوم غني خان اوالفت صاحب, ملنګ جان،حمزه شينواري په اوسنيوشاعرانوکې مې اغلې پروين ملال،ښاغلی جهاني صاحب،کاروان صاحب،ښاغلي اجمل انداو ځينو نورو چې نومونه يې همداشېبه نه راځي خوښېږي.
شرنګ : په شعركې انځوراوله انځورسره مينه په شعركې څنګه ګڼۍ ؟
حفيظ : که غلطه کړی مې نه وي دداوړه يودبل سره نږدې دي،کله چې يوشاعر شعر ليکي هغه پخپل ذهن کې يوخيالي انځورلري چې زه هم يوله هغوڅخه يم. له دې امله ويلى شو چې بې له انځوره شعرنه بشپړېږي.
شرنګ : زرلښت جان كه دوروستۍ پوښتنې په توګه دنارينه اوښځينه په شعرونو كې دتوپير په اړه هم څه وواياست اياڅه توپيرسره لري ؟
حفيظ : مننه امين زى صيب،هودپښتوګرامرپه حساب فرق شته خواحساسات سره ورته دي،زموږ په ټولنه کې نارينه هرڅه ليکلی شي خويوې ښځې هومره ډېرلكه دنارينه په څېردبيان په كولوقلم نه شي خوځولى،ځكه چې پښتني ټولنه لاهم ځينې ستونزې لري چې ددې ټولوستونزوپه سمه توګه ځل ښكاره ده چې څه وخت ته به اړتياولري .
شرنګ : داهم داغلې زرلښتې حفيظ دشعرونودوه درې بېلګې :
زمادسولې ارمان
زما دسولې ارمان داميدونو غوټۍ
دهر شهيددوينی د ارمانونو غوټۍ
دهرزانګوماشوم ته ارام او خوب دپاره
د بشريت نړۍ ته دګلابونو غوټۍ
دجنګ دګرمولمبوداختتام په هيله
دبشريت ژوندون ته د ښه ارام په هيله
په ټوپکيانو باندې اواز دسولې کوي
دنړۍ ټول خلکو ته داحترام په هيله
چې دنړۍ ميندې نورجنګ کې بورې نه شي
لکه افغانې ښځې وير ته مجبورې نه شي
جنګ خوبلاده خلکوجنګ تباهي راولي
جنګ بشريت لره تل ستربدمرغي راولي
زما دسولې ارمان خواږه خيالونه غواړي
دجنګ معيبو لره خپي او لاسونه غواړي
چې په بمونو باندې کورونه يې ونړيدل
داسې بی کورو لره نوې کورونه غواړي
زما د سولې ارمان د هرانسان دپاره
دطبعيت غږه کې دښکلاګان دپاره
چې نه دژبۍ فرق وي اونه تعبيض دنژاد
دپيوستون زيرې وي دټول جهان دپاره
زمادسولې ارمان د هرا فغان دپاره
راځئ چې يو شوسره نوم د انسان دپاره
په نړۍ غږ وکړو چې مونږه سوله غواړو
حفيظ هم سوله غواړي د ټول جهان دپاره
ازادشعربله بېلګه
ملکه دسولې
که زه ملکه شم د ټولې نړۍ
ددونيا ټولو جګره مارو نه به
دا ټوپکونه او وسلې ټولوم
جنګسالارانو ته ژوندون ښايمه
دانسانيت مقام ته دمحبت له علمه
ډير مکتبونه فاکولتۍ جوړوم
که زه ملکه شم د ټولې نړۍ
زه به د ټولې نړۍ هغه زور دارو لره
د خداې قدرت يادکړم چې
دا دځمکې نړۍ اودنړۍ ټول خلک
ځانته يو خداې او لار ښونکی لري
چې ژوند او مرګ مود هغی لاس کې ده
نو ظلم ولی کوئ؟
که زه ملکه شم د ټولې نړۍ
دنړۍ تور اوسپين پوستکي خلک
سره يو ځاې کړم د علميت په معنې
نه به د ژبۍ او مذهب په نامه
چا ته جواز د خلافت ور کوم
که زه ملکه شم د ټولې نړۍ
په دونيا وال به غږ د سولې کوم
او د انسان عمر دا لنډ شيبو ته
فقط د مينې او اخلاص يو فضا
د بشريت د ژوند دمينې په نوم
دنفرتونو او جنګونو پر ضد
يو سپين لښکر به زه دسولې جوړ کړم
چې د نړۍ دا رنځيدلي خلک
د ژوند کولو په معنی پويه کړم
بيا به دا وايمه دخيال ماڼۍ کې
چې ملکه يم د سولې واکدار
او ملکه يم دسولې واکدار !!!!
اودرېيمه بېلګه
دسولې باچاخان خان غفارخان ته
د ننګونو قهرمـــــانه دپښتون د زړه ارمـــــــانه
نړيوال هــــم پرتاوياړي اې دسولـــــې باچاخانه
****
شملورپښتانه نن بياستاژوندون لره ارمان کړي
ستادمينې پلويان هم غږ دسولې په جهان کړي
ته دسولې په ارمان وی قرباني شوې دوختونو
زولنۍ د شرنګـــولــــي بنديوان دزندانـــونــــو
****
ازادي ته يو ناره وې ارماني لاړی جها نه
نړيوال هم پرتا وياړي اې دسولې باچاخانه
****
ته دپوهی رڼا يي وې دژوندون په حرکت کې
ته دسرو زرونه پورته با لاتر په هرقيمت کې
ته مشال وی په تياروکې دننګونوحقيقت کې
ته اوبه دجنګ لمبوته ديوسولې سترقوت کې
*****
ستاهمت باندې زه وياړم حق دغواړم له جهانه
نړيوال هم پرتاوياړي اې دسولې باچا خانه
****
عيسی رابه شي دونيا يوژوندبه درکړي تاته
مسلمان کعبۍ ته لاړشه اواز پورته کړه دونياته
چې پښتون يم مسلمان يم په جاروايم هرچاته
سوله غواړم په نړۍ کې يم طوفان دجنګ بلاته
*****
ته دسولـــــې بل ډيوه وې اې دمينې قهرمـــــانه
نړيوال هم پرتاوياړي اې دسولې باچاخـــــــــانه
*****
زه يوه ښځه دټولنۍ اوس ارمان ستادژوندون کړم
دونياوال ته سوله غواړم نن کيسي ستادپرون کړم
لر اوبر پښتنو يو شئ دملي وحدت ژوندون ته
ارواح ښاددغفارخان به دزرلښتۍ په مضمون کړم
*****
سرراپورته کړه پښتونه دپښتون دزړه ارمانه
نړيوال هم پر تا وياړي اې دسولې باچاخانه
شرنګ : مينه اومننه زرلښت جانې حفيظ چې زمادپوښتنوپه اړه دې مالومات راكړل.
حفيظ : له تاسو هم مننه .