د کندز چارواکي وايي په دغه ولايت کي د امريکايي پوځيانو يوه ملکي څرخکه الوتکه د طالبانو له خوا ويشتل سوې ده.
د کندز د دشت ارچي ولسوال شېخ سعدي د اسوشيېټيډ پريس آژانس ته ويلي چي الوتکه د طالبانو له خوا په راکټ تر ويشتلو وروسته پر مځکه کښېنستلې ده، سپرليو ته يې کوم زيان نه دئ اوښتئ.
بلي خوا ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي په الوتکه کي ناست ټول کسان وژل سوي دي، خو د ناټو ځواکونه د الوتکي ويشتل او ناسته تائېدي مګر مرګ ژوبله ردوي.