کور / تازه خبرونه / اسټراليا د حماس د مشر د قتل په هکله تحقيقات شروع کړل

اسټراليا د حماس د مشر د قتل په هکله تحقيقات شروع کړل

د اسټراليا حکومت وايي په دوبۍ کي يې د اسرائيلو له خوا د حماس اسلامي غورځنګ د مشر محمود المبوح د قتل د دوسيې څېړنه شروع کړې ده.
د اسټراليا حکومت وروسته له هغه دغه څېړنه شروع کړې چي د اسرائيلي استخباراتو له خوا درو وژونکو د اسټراليا پاسپورټونه استعمال کړي وو.
د دوبۍ حکومت ويلي د اسرائيلو استخباراتو د حماس د مشر وژونکو ته د اسټراليا، انګلستان، فرانسې او جرمني پاسپورټونه تيار کړي وو.
تېره ورځ د برتانيې حکومت هم د دې جرم په خاطر له انګلستان څخه د اسرائيلو د سفير د ايستلو پرېکړه وکړه.
د يادوني وړ ده چي د حماس مشر محمود المبوح د جنوري پر شلمه د دوبۍ په يوه هوټل کي په مرموزه توګه ووژل سو.