د روزګان ولايتي مقامات وايي د ايم، ډي، سي د ماين پاکۍ موسسې دوه کارکوونکي نن سهار هغه مهال مړه او دوه ټپيان سول چي پر موټر يې ماين وچاودئ.
پېښه د روزګان ولايت په چوره ولسوالي کي هغه مهال رامنځته سوې چي د يادي سوي موسسې کارکوونکي د کار ساحې ته روان وو.
بلي خوا ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پرانس پريس آژانس ته د دې حملې مسئوليت پر غاړه اخيستئ، خو وايي هدف يې ماين پاکان نه، بلکي دولتي پوځيان وو.