د پاکستان له خوا د طالب مشر ملامحمدعمر د مرستيال ملاعبدالغني برادر تر نيولو وروسته ملامحمدعمر خپل ځانته دوه نوي مرستيالان وټاکل.
د پاک ټربيون ورځپاڼه د طالبانو د يوه وياند په حواله خبر ورکوي چي د ملامحمدعمر له خوا ملاعبدالقيوم ذاکر د پوځي چارو او ملااخترمحمد منصور د لوژستيکي يا اکمالاتي چارو مسئولين ټاکل سوي دي.
د راپورونو له مخي ملاعبدالقيوم ذاکر د هلمند د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکى دئ چي په ٢٠٠٦ کال له ګوانتانامو زندان څخه تر خوشي کېدو وروسته د طالبانو ليکو ته ور ګډ سوئ دئ.
خو ملااخترمحمد منصور د طالبانو د غورځنګ له پيله د ملامحمدعمر نيژدې ملګرى او باوري کس دئ. ملا اخترمحمد منصور د روزګان ولايت اوسېدونکى دئ او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کندهار د هوايي ډګر مسئول وو.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه