د افغانانو کولتوری ټولنی فینینډال د ۲۰۱۰ ع کال د مارچ په ۲۱ نیټه د هالنډ په فینینډال ښار کی کولتوری ماښامی جوړ کړ.
پدغه کولتوری ماښامی کی په هالنډ کی میشتو ګڼ شمیر افغانانو سربیره د کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی د کار د ډلی ځنی غړو هم ګډون کړی ؤ.
ماښامی د ماځیګر په ۷ بجو دښاغلی ډاکتر نور احمد له خوا پیل شو،
ښاغلی ډاکتر نور احمد د افغانانو کولتوری ټولنی فینینډال په استازیتوب راغلیو میلمنو ته د هر کلی ویلو وروسته د ټولنی په کار او فعالیت رڼا واچوله ورپسی په هالنډ کی د افغانستان دکونسلګرئ جنرال کونسل ښاغلی ډاکتر جمراد جمشید وینا وکړه.
دغه رازد کونړ د ځوانانو د کولتوری ټولنی پیغام ددی ټولنی د کار د ډلی غړی ښاغلی فریدالله له خوا ولوستل شو.
دماښامی دوییمه برخه ټنګ ټکور ته ځانګړی شوی وه ،چی د پښتو ژبی خوږ غږه سندرغاړی ښاغلی نادر صدیقی په زړه راښکونکو سندرو ښکلی شوی وه، چی ښاغلی احمد نور انوری او عزیز افسوس ورسره ملتیاکوله
ماښامی د شپی په ۱۱ بجو پای ته ورسیده.