اسوشیټیډ پریس د هند د آسام ایالت د مرکز ( ګوهاټی ) څخه راپور ورکړ چی د هند پوځ د تروریزم پر ضد یوه نوې وسله جوړه کړې چی هغه د بارودو پر ځای د نړۍ تر ټولو تریخ مرچ ( مُرچک ) دی . دغه مرچک چی د بټی ګوتی غوندی دی ( بهټ جولکیا ) یعنی د مرچکو ارواح نومیږی . هندي پوځ د دغه مرچک څخه په لابراتوار کی عُصاره ( جوهر ) کښلی او هغه یې د ګاز په ډول تهیه کړﺉ او بیا یې ازمایلی هم دی .
دغه مرچک یو ملیون ( سکاویل ) یونټه یعنی د تریخ والی سایًنسی مقیاس لری چی بل هیڅ مرچک دې حد ته نسی رسېدای .
هندﺉ پوځ وایی چی دا وسله به غیر زهري وی او د هغه دردونکیً بوی به تروریسټان پر ګونډو کړی او د غارونو څخه به یې راوباسی .
پوځی منبع زیاتوی چی د دې مرچک څخه به سپرې ( یعنی مایع توَښ ) هم جوړ سی تر څو ښځی یې پر هغوی د حملو په مقابل کی استعمال کړی او هم به یې پولیس د ښورښ او بلوا د تیت او پرک کولو لپاره کاروی . دا لومړی ځل دی چی د مرچکو څخه دومره قوي او مؤثره وسله جوړیږی .