په افغانستان کي د امن د راتلونکي جرګې په هکله د سند ايالت د کراچي ښار افغان مهاجرينو د کونسل پر خلاف مظاهره وکړه.
د کراچي مېشت افغان مهاجرين وايي د سولي په جرګه کي د ګډون په خاطر د کونسل له خوا نا اهله کسان معرفي سوي دي، چي په هيڅ صورت د کراچي د افغان مهاجرينو استازيتوب نسي کولاى.
بلي خوا ته په کراچي کي افغان کونسل عبدالاحد خالقيارد جيو ټلوېزون ته وويل د مظاهره چيانو له استازو يې خبري کړي او غلط فهمي يې ورليري کړې ده.