لیکنه : محمودالحسن الجمیري
ژباړه : مومن مهاجر
Muhajir222@yahoo.com
دویمه برخه :
ان الحمدلله نحمده ونستعینه ونستغفره ونعوذبالله من شرورانفسناومن سیئات اعمالنامن یهده الله فلامضل له ومن یضلله فلاهادی له . واشهدان لااله الاالله وحده لاشریک له واشهدان محمداعبده ورسوله وصلی الله علی امام الانبیاء والمرسلین وعلی آله واصحابه اجمعین وعلی من تبعهم باحسان الی یوم الدین .
امابعد: فقدقال الله تعالی فی کتابه الکریم :
اتَّبِعُواْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ وَلاَ تَتَّبِعُواْ مِن دُونِهِ أَوْلِيَاء قَلِيلاً مَّا تَذَكَّرُونَ ( الاعراف : ۳ ایت )
ژباړه : (اې مؤمنانو!) دهغه څه پیروي وکړئ چي ستاسودرب له خوادرته نازل شوله هغه پرته دنورواولیاوو پیروي مه کوئ ډېرلږپنداخلئ .
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ویلي دي :
ترکتکم علی بیضاء لیلهاکنهارهالایزیغ عنهابعدي الاهالک .(رواه احمد.وقال رسول الله صلی الله علیه وسلم ترکت فیکم امرین لن تضلوماتمسکتم بهماکتاب الله وسنة نبیه رواه مالک رحمه الله فی موطأباب ۴۶/ ۳والحاکم فی المستدرک والتبریزي فی المشکوة حدیث ۱۸۶والسیوطي فی جامع الصغیرحدیث : ۲۹۳۷سلسة الاحادیث الصحیة ۱۷۶۱.
ژباړه : تاسومې پرداسي نورپرېښوداست چي شپه یې لکه ورځ داسي ده له هلاکېدوونکي پرته بل څوک به ورڅخه وانه وړي .
څوورځې وړاندي مي دتروایحات خمسه په نوم دمیرمحمدرباني اواغراض جلالین په نوم دمولاناعبدالغني صاحب کتابونه ترلاسه کړل . دغودواړوپوهانوله خپل بې انصافه اوتېري ډک دريځ سره دتقلیدثابتولوناکامه هڅه کړې وه . بلکه لیکلي یې ووچي له تقلیده په لومړي ځل شیطان بېزاره اولاس پرسرشواوهمدادعوه دبنوري ټاون دجامعه اسلامیه استادمولانامفتي محمدولي دروېش صاحب هم په خپل کتاب ( ایادجنازې په لمانځه کي فاتحه سنت ده؟) کړې ده . تردې لویه خبره خویې لاداکړې چي موسی علیه السلام دخضرعلیه السلام مقلدوو تردې وړاندي چي زه پردې بحث وکړم درنولوستونکوته بایدداوایم چي تقلیدڅه ته وايي،تعریف یې څه شی دی اوایاالله جل جلاله په قران کریم کي دتقلیداجازه کړې ده؟ همدارنګه احناف اوغیراحناف تېرشوي علماتقلیدته په کومه سترګه ګوري اوپه دې اړه یې نظرڅه دی؟
تقلیدداحنافوپه اند:
۱ ـــ فان التقلیدهوالاخذبقول الغیربغیرمعرفة دلیله .
( عقودرسم المفتي ۲۳للعلامه محمدابن عابدین شامي)
یاني له دلیل پرته دیوچاخبره منل تقلیددی .
۲ ـ التقلیدالعمل بقول الغیرمن غیرحجة .( مسلم الثبوت ۲/ ۳۵۰)
ماناله دلیل پرته دیوچاخبره عملي کول تقلیددی .
۳ ـــ التقلیداتباع الانسان غیره فیمایقول اویفعل معتقداالحقیقة فیه من غیرنظروتامل فی الدلیل کان هذالمتبع جعل قول الغیراوفعله قلادة فی عنقه من غیرمطالبة الدلیل . ( دحسامي حاشیه)
ژباړه : تقلیددادی چي یوڅوک دبل چادخبرې اوفعل پیروي وکړي خودهغه دلیل ته نظرونه کړي ګواګي دې سړي دهغه بل قول اوفعل له دلیله پرته په خپله غاړه کي دغاړګۍ په شان اچولی دی .
۴ـــ قال ابن الهمام : التقلیدالعمل بقول من لیس قوله احدی الحجج بلاحجة( تیسیرالتحریر)
ژباړه : علامه ابن الهمام رحمه الله ویلي : تقلیددهغه چاخبره بې دلیله منل چي قول یې دلیل نه وي .
په قران کریم کي دتقلیدغندنه :
اوس راشئ داخبره پرقرآن کریم عرض کړوچي ایازموږلپاره له دلیل پرته دیوچادخبرې منل روادي که نه؟
الله جل جلاله وايي :
قُلْ هَاتُواْ بُرْهَانَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ 111
ژباړه : ته ورته ووایه( چي که په خپل فعل اوقول کي ) رښتني یاست نودلیل راوړئ!
خوپه هروخت کي دمقلدتګلاره داپاتي شوې چي کله هم له ده ددلیل غوښتنه شوې نوده په دلیل کي دخپلو پلرونواونیکه ګانوعمل وړاندي کړی اوویلي یې دي چي څومره بزرګانوداکارکړی ایاهغوئ ټول بې لاري ول؟
عین په همدې ډول چي کله یوه حنفي،یاشافعي اویابل یوه ته ووايي چي وروره! دالله قرآن کریم اویانبوي حدیث خوداسي وايي نووايي چي زموږپلاراونیکه تل په هدایه عمل کړی دی زموږلپاره هماغه کافي دي . قرآن کریم همداخبره داسي بیانوي :
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْاْ إِلَى مَا أَنزَلَ اللّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ قَالُواْ حَسْبُنَا مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ شَيْئًا وَلاَ يَهْتَدُونَ ( المائده : ۱۰۴)
ژباړه : کله چي دوئ ته وویل شي : دالله نازل کړي کتاب اورسول ته راشئ! دوئ وايي : موږته هغه څه بس دي چي له پلرونوراپاتي دي ایاددوئ پلرونه داسي نه ول چي نه په هیڅ پوهېدل اونه پرهدایت ول؟.
فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا(النساء 65)
ژباړه : ستاپه رب قسم دوئ ترهغومومنان کېدای نه شي ترڅوچي په خپل منځي اختلافاتوکي تادرېیمګړی نه کړي بیاستاپرپرېکړه په ځان کي تکلیف احساس نه کړاوپوره تسلیم شي .
دامبارک ایت وايي چي کوم څوک درسول صلی الله علیه وسلم په پرېکړه خوښ نه شي هغه هیڅکله مومن کېدای نه شي .
ددې آیتونوپه رڼاکي تاسوپه خپله پرېکړه وکړئ چي ایااوس هم دتقلیدپه نارواوالي کي شک شته؟ ایاالله جل جلاله له دلیل په دین دعمل کولوامرکوي له په دلیل سره؟ .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه