کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په کندهار کي د مارچ ۱۳دچاودنو په اړه لراوبر ته رسيدلی ليک

په کندهار کي د مارچ ۱۳دچاودنو په اړه لراوبر ته رسيدلی ليک

د کندهار غافل او بيده ملته د خداي ج، رسول الله ص، او قرآن کريم او د کړيدلي ملت په  خاطرنور راويِښ وســه!!!


د کندهار ولايت گرانو وړونو اسلام عليکم ورحمته الله وبرکاتو!
امابعد : حمد او ثنا دي وي رب العالمين ته، درود دي وي پر نبي رسول الله ص، اوپه خاصه توگه د هغوبيگناه او مظلومو شهيدانو پاکو ارواحو ته درود او سلام وي کوم چي په تيرو ورځو کي په ناحقه او ظالمانه توگه شهيدان سول، همدارنگه ددوي محترمو کورنيو ته د زړه له کومي تسليت وړاندي کوم.


گرانو وړونو! زه د کندهار ولايت د يوه اوسيدونکي په توگه غواړم چي ددي ساده ليکني په وسيله خپله ژوره غمرازي د قربانيانو د کورنيو سره شريکه کړم اوپه الله ج سوگند يادوم چي زما ليکنه خاص زما د خپل کندهاري ملت سره د زړه  درد بيانول دي . مو‌ږ او تاسو د سر په سترگو وينوچي د څوکالو راهيسي زموږعام خلگ د هري ډلي لخوا په ډيره بيرحمي او ناحقه توگه په د ناټو والو په ړندو بمباريو، وسله والوبريدونو، ماينونو، او داسي نورو چاودنو په وسيله وژل کيږي چي ښه مثالونه يي د روژي مبارکي مياشتي ددريمي ورځي د درندي خونړي چاودني په پيښه کي کوم چي سپوږمي هوټل مخته وسوه چي بي شميره بيگناه عام خلگ چي لوي، واړه ، او ښځي هم پکښي شامل وه  په شهادت ورسيدل. ايا چا يي پوښتنه وکړه چي ولي؟ دغه رنگه نوري خونړي پيښي چي په تيرو ورځو کي د ښار په زړه کي او محبس مخته رامنځته سوي چي په ترڅ کي بياهم زموږ بيگناه ولس د وير او غم په ټغر کښيناست، ډيره د افوس او خواشيني خبره خو لا داده چي زموږ د خلگو د خوشحالي او واده مراسم يي په غم، او سرووينو وربدل کړ او زموږ خويندي او ميندي په بي ستري کي پر ميدان پراته وه.


موږ او تاسو ټوله ددي خونړي حالت شاهدان وو چي وژل سوي ټول ولسي او بيگناه وگړي وه او د اسلام خادمانو دداسي وحشيانه عمل مسوليت په غاړه واخيست. ايا بيا هم چا زموږ پردي حالت خواشيني ښکاره کړ او پوښتنه يي وکړه چي ولي؟ موږ او تاسو يوازي تکراري الفاظ د ښکيلو ډلو له لوري اورو، حکومت: هيئت، ناټو: تسليت، او طالبان: مسوليت په غاړه اخيستل. زما وينا خو هر قاتل ته داده چي اوس په دي نړي کي ته د بيگناه انسانانو په وژلو وياړ کوه او هغه د عدل او انصاف ورځ هم راتلونکي ده چي د خداي تعالي ج په حضور کي به د مقتولينو لاس او ستا به گريوان وي.


سربيره پردي زما گيله د خپلو کندهاريانوڅخه هم ده چي ولي مو هغه د خواخوږي احساس له منځه تللي دي او هيڅوک پدي وير او غم کي د قربانيانو د کورنيو سره خواخوږي ښکاره نکړه او حتي هيڅ چا خپل ږغ هم دداسي ناروا ظلم او بي عدالتي په مقابل کي اوچت نکړ. سل خلي آفرين دي پرهغو خويندو، ميندو، اواهل تشيع وړرنو وي چا چي خپل د کورنيو خواږه غړي په چاودنو کي د لاسه ورکړي وه او دوي سړک ته  راووتل اود بي وسي په حالت کي خپل مظلومانه ږغ  دداسي ظلم او وحشت په مقابل کي اوچت کړ چي موږ نور جنگ او داسي حالت نه غواړو:_ او زموږ نارينولپاره د شرم او مرگ خبره ده چي په ټيټو سترگو مو ددوي ننداره کوله. موږ به تر کومه وخته داسي بي تفاوته لاس تر زني لاندي کښينو؟ تر کومه وخته به زموږ بي گناه ولس په ډليزډول شهيدان کيږي؟ تر څه وخته به زموږ د خوشحالي مراسم په غم بدليږي؟ او تر څه وخته به موږ غيرتي او باهمته کندهاريان خاموشي اختياروو او دا حالت به زغموو او وايو به شکر دي چي زه او زما د فاميل غړي ندي زيانمن سوي؟ ايا دغه قربانيان زما او ستا ددين وړونه او خويندي ندي او ددغه کندهار اوسيدونکي ندي؟ د اسلام او مسلماني له وجهي پرما او تا حق نلري چي غمرازي او مرسته ورسره وکړو؟ گريوان ته به سر ټيټ کړو او د ځان نه به پوښتنه وکړوچي ما او تا ددوي سره څه غمرازي وکړه يا لږ تر لږه يوه ورځ مو دوکان او بازار د ماتم په خاطر وتاړه؟ بلکه نه، ولي داسي د خير کار وکړو ځکه چي دا غم او تکليف پر ما او تا نه وو، دا بم او چاودنه ددوي حق او نصيب وو. ددي څو کالو په موده کي چي د کندهار ولايت په يو ډير بد حالت کي دي او هره ورځ يي تر بلي ورځي بدتره کيږي خو موږ ضعيف الايمان   کندهاريان لا هم د غفلت او بي اتفاقي په درانه خوب بيده يو او هغه انساني او وطني احساس مو راويښ نسو او هيڅ سرهم نه خلاصوو چي دا څه راباندي تيريږي. ډير افوس دي زما او ستا پر حال باندي چي د خپل ژوند او حق غوښتلو په خاطر هم خاموشه يو، کله نا کله خو ما ته شک پيدا سي چي کيداي سي زه  او ته  د انسانيت د چوکاټ څخه هم وتلي يواو د رمي خاصيت مو پيدا کړي وي چي کوم لوري ته مو چوپان سم کړي ما او تا هم په کښته سر ورسره روان يو. اي زما کندهاريانو وړنو! ترڅه وخته به د هر ظلم او کړاو ننداره په مړو سترگو کوو او خپل تجارت په باره کي به يوازي فکر کوو؟ بلکي دي ته مو پام نسته چي که نن زه او زما د کورني بيگناه غړي په داسي خونړي پيښو کي زخميان او وژل کيږو او که نن زه د خپلوانو د موندلو لپاره په تورو لوگيواو نړيدلو ودانيوکي سرگردانه لالهانده گرځم سبا به ليري نه وي چي ته او ستا کورني به هم حتمي ددي بلا ښکار کيږي .څرنگه چي زموږ د کندهار د وکيلانو، قومي مشرانو، سپين ږيرو، او تجارانو څخه هيڅ تمه نه کيږي چي زما او ستا ددرد دوا سي او نه هم زموږ غم او تکليف احساس کړي او پام به کوو چي په ټوکو کي  به لا ددوي نه گيله وکړو ځکه دوي پريږده چي خپلو شخصي او سياسي گټو ته ايله پاملرنه وکړي، په ښو شانداره محافلو او مجالسو کي گډون وکړي او خپل وږي نسونه په خوندورو خواړو غوړ کړي .کاشکي زموږ هغه يووالي موجود واي او هغه با غيرته اوبا شهامته مشران مو ژوندي واي. هو زه هغه با احساسه او په هيواد مين مشران درته يادوم کوموچي کلونه مخکي د کمونيستي نظام په وخت کي په کندهار کي د چارسو د يوه بيگناه دوکاندار د قتل په خاطر او قاتل ته د سزا ورکولو د غوښتني لپاره يي په يوه ږغ ټول ښار وتاړه او د وخت چارواکي يي اړيستل ترڅو هغه قاتل عسکريي دوي ته وسپاره او بلاخره يي د يووالي له برکته هغه قاتل پخپله سزا په عام محضر کي ورسيد. خو افسوس چي د هغه وخت ملي مشران، هغه ملي يووالي، هغه زړه سوي، صله رحمي، نن زموږ بد بخته او بي احساسه انسانانو په منځ کي نسته او هر هغه څه زموږ نه کډه کړيده.


گرانووړنو! د خداي او رسول په خاطراو هم ددي ځوريدلي خوار ملت په خاطرنور د غفلت د خوبه راويښ سي، خپل ملت دداسي وحشته ډکه غميزو څخه وژغوري او دداسي ظلمونو په مقابل کي سره يو سي او د ورورولي لاسونه ورکړي، خپل گران کندهار د وراني او مظلوم خلگ يي د کړاونو څخه وژغوري  ترڅو خپله ايماني او وجداني دنده مو هم ترسره کړيوي. وسلام


د کندهار يو تن اوسيدونکی