لاس انجلس ټایمز ورځپاڼی د ځینو امریکایی مقاماتو په حواله ولیکل چی سپینه ماڼۍ غواړی د القاعده شکمن کسان په بګرام کی بندیان کړی ، خو ځینی چارواکی ( مثلأ جنرال مک کریسټل ) د داسی اقدام سره ځکه مخالف دي چی مبادا د افغانستان وضع نوره هم ورانه او پېچلې نسی . ورځپاڼه لیکی چی که ګوانتانامو جېل وتړل سی نو په اصطلاح تروریسټان چیری انتقال سی او آینده القاعده بندیان باید چیری وساتل سی ؟ ځینو چارواکو ویلی چی که بګرام انتخاب نسی نو بله چاره یې دا ده چی دغسی القاعده وال شکمن باید ووژل سی لکه په سومالیا کی چی یې ( صالح علی صالح نبحان ) ووژﺉ ، ځکه هغه یې تر نیولو وروسته چیری انتقال کړی وای ؟
خو شنونکي وایی چی که یې بګرام د آینده ګوانتانامو په حیث انتخاب کړ ، دا به د افغانستان پر اشغال عملأ د یو رسمی مُهر لګول او هغه عملأ یو اشغالی هېواد ثابتول وی .