طالبانو د یوې اعلامیې په ترڅ کی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پخوانی نماینده ( کای آیدی ) هغه څرګندونه په کلکه رد کړه چی تیره جمعه یې ویلی وو چی دﺉ د طالبانو د ځینو مشرانو سره په پټو خبرو اترو لګیا و . طالبان د ده دا څرګندونه بې مسؤلیته بولی او په کلکه یې ردوی . اعلامیه وایی چی طالبانو د بهرنیو یرغلګرو پر ضد جهاد اعلان کړی او تر څو چی هغوی وتلي نه وی ، په هیڅ ډول سیاسی پټ پټانو باور نلری او نه یې تر اوسه داسی کار کړی دی . اعلامیه وایی چی مخکی هم دغسی تبلیغات کېدل چی ګواکی په سعودی عربستان او مالدیپ کی دغسی پټی خبري اتري سوي دي حال دا چی موږ قطعأ نه په خبر یو او نه مو کوم استاځی ورغلی ، بلکی هر څوک که پکښی برخمن سوی وی ، هغه زموږ هیڅ ډول نمایندګی نه کوی . اعلامیه زیاتوی چی امریکا پخوا او نن د ملګرو ملتونو څخه ناوړه ګټه اخلی او د ځان پر ضد د طالبانو جهاد شنډول غواړی نو ځکه کای آیدی هم د دې استعمالېدو یوه ذریعه ده او دا د ده د ناکامه وظیفې د پټولو یوه هڅه ده .
اعلامیه په پای کی وایی چی د کای آیدی دغه بې مسؤلیته څرګندونی د اوباما د سپینی ماڼۍ د هغه پراخ کمپاین یوه برخه ده چی د خپلی ناکامه ستراتیژۍ د کامیابه ښودلوپه خاطر یې را وړاندی کوی او طالبان دا ټولی دسیسې په غور سره تر نظر لاندی لری او زموږ هماغه ثابت موقف دی چی د دغسی بې حاصله هلو ځلو پر ځای بهتره دا ده چی خپل یرغلګر پوځونه وباسی او همدغسی کار به د افغانستان ، سیمی او امریکا لپاره یوازینۍ ګټوره چاره وی .