کور / تازه خبرونه / هلمند: ځانمرګي بريد مرګ ژوبله واړوله

هلمند: ځانمرګي بريد مرګ ژوبله واړوله

د هلمند ولايتي مقامات وايي په دغه ولايت کي يوه ځانمرګي لس تنه مړه او اووه نور ټپيان کړل.
حمله نن تر غرمې دمخه د ګريشک په بازار کي د بغرا د والي پر غاړه سوې، چي هدف يې د ملي پوځ يو موټر بلل سوئ دئ.
د هلمند د والي وياند داود احمدي رسنيو ته وويل د پيښي قربانيان ټول ولسي وګړي دي، او د ملي پوځ موټر تر چاودني دمخه له سيمي څخه تېر سوئ وو.