کور / تازه خبرونه / حزب اسلامي له دولت سره ښکاره خبري پيل کړې

حزب اسلامي له دولت سره ښکاره خبري پيل کړې

د افغانستان د اسلامي حزب وياند هارون زرغون کابل ته د خبرو دپاره د خپل يوه پلاوي لېږل تائېد کړل.
انجينر زرغون وايي د حزب اسلامي د مرستيال قطب الدين هلال او د حکمتيار د پخواني وياند قريب الرحمان سعيد په مشرۍ کابل ته يو پلاوى رسېدلئ چي له افغان حکومت سره د سولي پر خبرو وږغېږي.
د اسلامي حزب او افغان حکومت ترمنځ د پټو خبرو خبرونه له نيژدې درو کالو راهيسي خپرېږي خو دا لومړى ځل دئ چي د حزب وياند يې رسماً تائېدوي.
نيژدې دوې مياشتي دمخه چي د مالډيو په غونډه کي د اسلامي حزب د مشر حکمتيار زوى فيروز او زوم غيرت بهير د افغان حکومت له استازو سره ليدلي وو، هغه مهال هم اسلامي حزب دغه هڅي د خپل ګوند په استازيوب نه، بلکي د فيروز او غيرت بهير شخصي هڅي وبللې.