نوى ١٣٨٩ کال د افغانستان په مختلفو ولايتونو کي په چاودنو پيل سو.
راپورونه وايي د خوست په ولايت هغه مهال يوې چاودني دوه تنه مړه او څو ټپيان کړه، چي ښاريان په يوه زيارت کي د نوي کال د مراسمو لمانځلو ته راټول سوي وو.
د خوست امنيه قومندان يعقوب خان وايي په چاودنه کي پر دوو مړيو سربېره څلور نورکسان ټپيان سوي هم دي.
بلي خوا ته په کندهار او ننګرهار کي هم د نوي کال په شپه او ورځ چاودني سوي چي د مرګ ژوبلي جزيات يې تر اوسه نه دي څرګند.