د هندوستان د کورنيو چارو وزير پي چدمبرم وايي د ممبى په حملو کي د لاس لرلو په تور د نيول سوي امريکايي ډيويډ هيډلي اعتراف دوى ته کومه نوې خبره نه ده.
چدمبرم پرون په نوي ډيلي کي خبريالانو ته وويل په ٢٠٠٨ کال د ممبى په حملو کي د ډيويډ هيډلي د لاس لرلو اسناد له دوى سره موجود وو، ځکه د هغه اعتراف کومه نوې خبره نه ده او هندوستان به د ډيويډ هيډلي د ترلاسه کولو دپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
ډيويډ هيډلي پرون په محکمه کي د ممبى په حملو کي د لاس لرلو ١١ تورونه پر ځان په دې شرط ومنل چي د مرګ سزا به نه ورکول کېږي.