کور / تازه خبرونه / مايکل فرلانګ: د شخصي قتلونو مسئوليت د پنټاګان په غاړه دئ

مايکل فرلانګ: د شخصي قتلونو مسئوليت د پنټاګان په غاړه دئ

د پنټاګون متقاعد پوځي مقام مايکل فرلانګ وايي په افغانستان او پاکستان کي د ده د شخصي کمپنۍ له خوا د استخباراتي معلوماتو د راټولولو او قتلونو پرېکړه د واشنګټن حکومت کړې ده.
تېره اونۍ د نيويارک ټايمز خبر ورکړ چي په افغانستان او پاکستان کي د القاعدې او طالبانو د ځپلو په خاطر يوه شخصي کمپنۍ د معلوماتو په راټولولو او د طالبانو په وژلو بوخته ده.
د دې کمپنۍ مشر که څه هم د امريکا حکومت د موضوع د حساسوالي په خاطر له مرکې بند کړئ وو، خو د ځان د سپيناوي په خاطر يې يوه پټه مرکه کړې ده.
نوموړي وويل د دې کار مسئوليت ځکه د پنټاګان په غاړه دئ، چي په افغانستان کي د امريکايي پوځ قومندان جنرال مک کريسټال د دغسي عملياتو د ترسره کېدو غوښتنه کړې وه.