کور / تازه خبرونه / د ١١سپټمبر د تحقيقاتو د بندېدو حکم کشف سو

د ١١سپټمبر د تحقيقاتو د بندېدو حکم کشف سو

د امريکا د Civil Liberty Union په نوم اداره وايي د بوش حکومت د سپټمبر د يوولسمي د تحقيقاتو د نه بشپړېدو حکم ورکړئ وو.
د ملکي آزادۍ په نوم دغه سازمان وايي د بوش حکومت له هغو شکمنو کسانو څخه د تحقيقاتو د نه کولو حکم کړئ وو، چي د ٢٠٠١ کال د سپټمبر د يوولسمي په حملو کي د لاس لرلو تور پر لګېدلئ وو.
د راپور له مخي د بوش حکومت ويلي وو چي دغه تحقيقات د امريکايي ولس د ساتني دپاره د امريکا د پيل سويو هڅو خنډ ګرځي.
راپور وايي د دوى لاسته هغه خط ورغلئ چي د پخواني څارنوال جان اشکرافټ، د دفاع وزير ډونالډ رمزفيلډ او د سي، آى، اې د پخواني مشر جارج ټينټ لاسليکونه پر سوي وو.
د ٢٠٠١ کال د سپټمبر حملې چي ظاهراً القاعدې پر ځان تاوان کړې، تر اوسه هم د يوې مرموزي معما په څېر پاته دي، خو اکثره څېړونکي دې نتيجې ته رسېدلي چي دغه حملې د القاعدې تر وس لوړي، د يوې ډېري منسجمي استخباراتي ادارې له خوا تر سره سوي وې .