ټاکل سوې ده چي د افغانستان ولسمشر حامد کرزى په را روانه اونۍ کي چين ته د دغه هيواد د لومړي وزير په بلنه يو دوه ورځنى سفر وکړي.
دغه سفر چي د مارچ پر ٢٣ – مه ترسره کېږي په افغانستان کي د تېر کال د جمهوري رياست تر انتخاباتو چين ته د ولسمشر کرزي لومړى سفر دئ.
ولسمشر کرزى به د دې دوه ورځني سفر په ترڅ کي د چين له لومړي وزير وين جياباو سره د افغانستان او چين ترمنځ پر اړيکيو او اقتصادي همکاريو باندي وږغېږي.