د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (يو، اين، ايچ، سي، آر) وايي په افغانستان کي يې د امريکا د فلمي صناعت د ښايستې ستورۍ انجلينا جولي په مرسته جوړ سوئ ښوونځى پرانيستئ.
د راپور له مخي انجلينا جولي په ٢٠٠٨ کال د ملګرو ملتونو د خير ښېګڼي د سفيري په توګه افغانستان ته سفر کړئ وو، او هلته يې د هغو نجونو دپاره د يوه ښوونځي جوړېدو ته مرسته ورکړې وه، چي د کلتوري جبر له مخي له هلکانو سره ګډي زدکړي نسي کولاى.
راپور وايي دغه ښوونځى اته درسي او څلور ادارې خوني لري، پنځه اويا زره ډالره لګښت پر راغلى او پر يوه وخت ٨٠٠ نجوني زدکړه پکښي کولاى سي.