طالبانو خبر ورکړ چی په تیرو ۲۴ ساعتونو کی یې د مارجې په مختلفو برخو کی د امریکایی پوځ درې ټانکونه په ماینونو الوزولي دي . لومړنی ټانک په « ملِک وزیر چهار راه » کی وچاودول سو ، دوهم ټانک په « بلاکِ نو » کی والوزول سو او درېیم ټانک هم همدې ځای ته نږدې یو ساعت وروسته د ماین خوراک سو . خبر زیاتوی چی په دغو درو حملو کی ۱۳ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د یو بل خبر له مخی چی اسوشیټیډ پریس ورکړ ، ویل کیږی چی امریکایی مرین پوځیانو په مارجه کی ځایی خلکو ته یو خاص تلیفونی نمبر ورکړی دی چی خلک کولای سی د هغه په ډایل کولو سره د طالبانو د شتون یا فعالیت راپور ورکړی ، خو خلک د دې کړنی څخه ځانونه تیروی یعنی راپور نه ورکوی .