کور / شعر / نوې کا ل مو بختور شه

نوې کا ل مو بختور شه

نوې کا ل مو بختور شه هيو ا د وا لو
شپه برات ورځ مواخترشه هيوادوالو

چې بياورکه دمودومودوجګړۍ شي
داسې سوله مو په درشه هيوادوا لو

انګړونه موپه شنو ونوښايسته شه
رادسولې خوږ خبرشه هيوادوالو

دمودومودوويرونه تورتمونه
دادغم شپې موسحرشه هيوادوالو

ګلبڼونه موښا يسته په سره ګلا نو
ټول فضامومعطرشه هيوادوالو

نوې کال سره موسوله ميلمنه شه
دحفيظ پرې خوږنظرشه هيوادوالو

نوي کال مومبارک

کال به نوې شي او اونې پاڼي وکړي
هسکو ونو کې ټول زاڼۍ ځالې وکړي

دسنځلوونۍ سپينې ښکلي ښکاري
سپين غرهم بيا پرګي مماڼۍ وکړي

که بياهم دشين سهارمحال کې لمربيا
سپيدداروباندې سپينې وړانګۍ وکړي

که نسيم په خنداراشي پاس په ونو
نارنج ګل ته زيرۍ راوړي دخندلو

که بوابيابه تاويږي د ګل په مخ کې
راڅرخيږي اد ګانې کړي په ګلو

ارغوان اوريدي ګل زمونږدغرونو
ښايسته ښکاري نارنج ګل زمونږدونو

زه به بياهم دملکونومساپريم
نوې کال کې دې شيبونه ناخبريم

لاس به پورته کړم دوعاد سولې غواړم
نوې کال کې به دخپل زړه هيلې غواړم

حفيظ وايي بيادخپل وطن په خيال کې
مبارک ټولوته و ايم نوې کال کې

ننګرهاره
ستادمستي ستاد ځواني ستا د ښکلا شيبې دي
ا ی ننګرهاره نارنج ګل ته د خندا شيبې دي
د ګلوباغه ستا ديرو کې به جرګۍ جوړيږي
بياپسرلۍ شو دسپين غرنښتر شغا شيبې دي
***
ستا نوې کال سره وږمۍ د پسرلي به را ځي
بياپه ويالو کې ګلابونه کشمالي به راځي
بيا دسپين غرلمن ته راشي ننګرهاری کوچيانې
بيادسپين غرمشا عرۍ ته شاه زلمي به راځي
****
مستو شعروکې ترانی د پسرلي به را و ړي
بياسوغاتونوکې دسره ګلاب ګيډۍ به راوړي
بيا به د سره سينو مرغيو اوازونه ستا يي
بيابه شپونکۍ دشين خالې مينه شپلي کې راوړي
***
اوراوره کي به راتاويږي زيارتونوباندې
رنګين شالو کې مستې پيغلې ګودرنو باندې
هرچهار شنبه دډولکي بابا ميله به ګرم وي
ګرم د سولې ډک بازار دی اولسونو باندې
****
ماته خوستادنارنج ګل خواږه وږمې يادږي
ای ننګرهاره د غزل مشاعرې يا د يږي
بيادحفيظ دماشومتوب دونيارايادکړي راته
د جلالا اوبه خو ږي رڼۍ چيني يا د يږي
نوی کال دمبارک شه
ننګر هاره ننګرهاره زما ښکلی تل بهاره
نوی کال دمبارک شه دنارنج ګل افتخاره
****
ستا باغونه می ياديږی نارنج ګل دبياسپړيږی
ستاداښکلې زيارتونه مې ترسترګوسترګوکيږي
دنارنج ګل صفتونه دی په هر محفل کې کيږي
داشنا ښاسته يادونه نن می بيا په زړه وريږی
****
ننګرهاره ننګرهار زماښکلی تل بهاره
نوی کال دمبارک شه دښايسته جينکوهاره
****
خا طری می پاريدلی ټولې ستا لمن نيولي
دقسمت مقابله کې ما با يللې تا ګټلي
ای دسولې ډک بازاره ننګرهاره ننګرهاره
نوی کال دمبارک شه دنارنج ګل افتخاره
****
دهوا جګو څپو نه دخپل زړه له تنابو نه
داشنا ښايسته يادونه دګلرخو محفلو نه
ياد وم دنن بيواره ننګرهاره ننګرهاره
دنارنج ګل افتخاره نوی کال دمبارک شه
****
ته لري ژوندی ولسونه تاکې ايښی مين زړونه
ستا ديدن ته هو سيږ م په تا وياړي تاريخو نه
ګودرونه دی ښايسته شه هم پوره دی ارمانونه
يه دمستو زلمو کوره ته لری ښايسته باغونه
****
دشمشاد دزړه سرداره ننګرهاره ننګرهاره
دنارنج ګل افتخاره نوی کال دمبارک شه
****
تا تره نه به جاريږم دمامونې افتخار شم
که زه بياستا ميلمنه شم مينه مسته ددلدارشم
زرواري به دی لوګۍ شم که زه ستادغاړې هار شم
ته دسولې ښکلې کور شه چې زه ستا دزړه قرارشم
****
دکونړ دسيند غړ مباره ننګرهاره ننګرهاره
اې دسولې ډک بازاره نوی کال دمبارک شه
****
نوی کال دمبارک وي زما دګران وطن ولسوته
ګرانوخويندو، شا زلموته ،دوطن خوږو بچوته
دغيرت هسکو شملو ته دپښتون ټبر جرګو ته
زما ښکلي پښتنو ته هم دسولې کاروانو ته
****
مبارک دوې څو واره ننګرهاره ننګرهاره
اې دسولې ډک بازاره نوی کال دمبارک شه
****
نوی کال دمبارک شه د (حفيظ) دزړه ارمانه
ته زما دمينې کور يي صفتونه دبي شانه
شينه باغونه دتازه وي روح مې واخستو له تانه
زماسردرنه قربان دی اې ښايسته افغانستانه
****
ننګرهاره ننګرهاره اې دسولې ډک بازاره
د نارنج ګل افتخاره نوی کال دی مبارک شه
ننګرهاره
ټـــاټـــــوبــــي د غيـــرت يي زما ښکــــــلې ننګرهاره
ګلونو کې شئ پټه اې زمـــــــــــــا دمينــــــې هـــــاره
غرون د لعلونه دي ولسونــــــه د نــــــــا مــــــــــــداره
کونړ سيند په نغمو ده يــــــادوي په هــــــــــــر چـــاره
سپين غر هم په ځلا ده لمسوي مې نـــــــن بـــــيــواره
ته سپين د نارنج ګل يي اباد اوســــــې تــــــل بــهاره
ټا ټوبې د غيرت يي زما ښکـــــلې نــــــنــــګرهـــــاره
بچي د علمان دي شـــــــاعـــــــران دي ملـــــــکان دي
جرګو ته په هجرو کې راټول شــوي شنه زمريان دي
سنګر د غليم مخي ته والاړ لــــــــکه د سپــــــــــر دي
دا ميندې هوښيارانې چه روزلــــــــې اتـــــــــــلان دي
هريـــــو ځـــــــوان دشيـن زمری ده هره پيغله دملاله
ټاټوبې د غيرت يي زماښکلې ننـــــــــګرهـــــــــــــاره
بلبل د ه که ګلونه دا ستا ښکلې بـــــــــــــــاغــــــــــونه
امير دی که فقير دی سيندونه دي که غــــــرونـــــــه
نغمې د ميني وايي خبرو کی د ســــــــــــتا يـــــــــــــي
دحسن شهزاد ګــــــــی يــــــــــي لری لاس کی لعلونه
ته سپين د نارنج ګل يي ابــــــــاد اوســـــــې تل بهاره
وياړنې ټول پــــــه تا دي ای د (خان غفار) مـــــــــزاره
ټا ټوبی د غـــــــــــيرت يـــــــــــي زما ښکلې ننګرهار
باغو ته د راځمه نارنج ګل ټــــــــولــــــــــــومــــــــــه
داسره ګلاب ګلو نه سوغــــــــــــات سره ليــــــــــګمه
(حفيظه) مخ د ګل شه خو عمــــــــر دګـــــــــل مــه شه
تورمخو ته به وايم اشنا خو شحـــــــالـــــــــــــومــــــه
ته سپين د نارنج ګـــــــــل يــــــي اباد اوسې تل بهاره
ټاټو بې د غيرت يي زمــــــا ښـــــــــــــکلې ننګر هاره