دطالب مشرانو په خلاف وروستیو هنګاموته ولې، اودچا لخوا هوا ورکول کیږي؟
صلاح الدین (نصير)
په مارجې باندې دمشترک عملیاتوله پیل کیدوسره سم دنړیوالو مطبوعاتو له لوري په پاکستان کې دطالب مشرانودنیولوهنګامې هم همزمان زورواخیست .
داچې په افغانستان کې دامریکې په مشرۍ دایتلافي ځواکونو اوطالبانو ترمنځ روانه جګړه اوس په نیږدې نهم کال ورګډیږي اوپه همدغه ټوله موده کې هم دامریکې اوهم دافغان دولت له لوري پاکستان دطالبانو په ملاتړ تورن بلل شوی ، خوپه دغه تیره اته کلنه دوره کې پاکستاني چارواکو نه دطالب مشرانو دنیولو خبرونه په داسې په برملاتوګه نړیوالو خبري رسنیو ته سپارلي اونه هم نړیوالومطبوعاتودهغوﺉ دګرفتارۍ له خبرونونه داسې هنګامه جوړه کړې.
ایاپه پاکستان کې مخکې هم طالب چارواکي نیول شوي؟
هو! د۲۰۰۵ کال په اکتوبرکې پاکستاني چارواکو دطالبانولومړنی ویاند ښاغلي مفتي لطف الله حکیمي ددې هیواد په بلوچستان صوبه کې ونیو،ترهغه وروسته همدغوچارواکودطالبانودفرهنګي چارومشرښاغلی استاد یاسر اولهغه راوروسته دطالبانو داسلامي امارت دوخت دفاع وزیرښاغلی ملاعبیدالله ،اویوشمیرنورچارواکې دپاکستان په بیلا بیلوسیموکې ګرفتارکړي خو کله یې هم دهغوﺉ دګرفتارۍ خبرونه په دومره شدومدسره نه اعلان کړي اونه یې هم دخبري رسنیو په واک کې ورکړي تردې چې دنورالدین ترابي په څیرچارواکو په ګرفتارۍ خو یې تراوسه ځان کوڼ اچولی.
اوس یې ولي دملابرادر له نیولو هنګامه جوړه کړې؟
په مارجه باندې دمشترک عملیاتو تر پیل کیدوله مخې ټولولویدیځورسنیو دغه عملیات په افغانستان کې دامریکې په مشرۍ دایتلافي ځواکونو اوطالبانوترمنځ فیصله کن عملیات اعلان کړل .
دسپینې ماڼۍ چاروکوهم غوښتل په هرقیمت چې وي دغه عملیات دځان په ګټه بریالي پایته ورسوي اود دې کارلپاره یې خپلې ټولې پوځي،سیاسي اوتبلیغاتې هڅې په کارواچولې .
هغوﺉ پوهیدل چې دطالبانودمورال لرونکوجنګیالوپه مقابل کې چې دسیمې له استراتیژیک موقعیت اودخرپ وترپ جګړې له تکتیکونوسره ښه بلدیت لري ددوﺉ مورال لویدلي پوځیان دمقابلې هیڅ وړتیا نه لري ،نو دمشترک عملیاتولپاره یې دپوځي استحضاراتوترڅنګ یولړ دیپلوماتیک اوتبلیغاتي اقدامات هم په کارواچول .
له ابوظبۍ تراستانبول اولندن پوري دکانفرانسونولړۍ ګرمه وساتله ،په پوځي لحاظ یې دیوې وړې سیمې لپاره په ډیره لوړه کچه ترتیبات ونیول ۱۵۰۰۰ بشري ځواک، ۶۰ پرونده بیلابیلې پرمختللې پوځي اواستکشافي الوتکي اوپه زرګونو زغروالې شوبلې اونقلیه وسایط یې په مارجه ورمرش اودهغوﺉ دیوې یوې لویشتې دپرمختګ لپاره یې دټولې غربي نړۍ خبري رسنۍ په کارواچولې.
جګړه پیل اوتردری نیمواونیوپورې یې ددغوټولوپوځي اوتبلیغاتي تیاریوپه مرسته یواځې دومره وکولای شول چې دمارجې په لوچارراهي نومې سیمه کې دیوې ودانۍ دپاسه دافغان حکومت بیرغ پورته اودغربي ټلویزوني شبکوپه وسیله تصویرشوې صحنې یې دمشترک عملیاتو دمثبتې لاسته راوړنې په توګه نړیوالوته وروښودلې.
خوترڅوچې دبیرغ پورته کولوترمرحلې رارسیدل په مارجه کې دطالبانودمحدودشمیرجنګیالو له لوري په لسګونو بهرني پوځیان مړه اوژوبل اوهمدارازیې دیوې پوځي الوتکې په شمول په لسګونه زغره والې شوبلې اولیږدوونکي وسایط تخریب شول ،هره ورځ به په جنرال سټانلي مکریسټل برسیره دبهرنیوځواکونوپوځي چارواکوپه مارجه کې دجګړې له صحنې نه دپنټاګون چارواکوته دسخت مقاومت خبرونه ورکول اودمارجې دمکملې تصفیې لپاره به یې نوې نوې نیټې ټاکلې.
په مارجه کې دپنټاګون دتوقع خلاف دمقاومت شدت ورځ تربلې زیاتیدو اودپنټاګون چارواکوچې له پوځې لحاظه یې دمارجې دتسخیرپه غرض خپل ټول زورآزمویلی وه داضافي څه کولو توان یې نه درلود ،یواځې هغه څه چې دبریالیتوب تمه یې ورته لرله هغه استخباراتي اوتبلیغاتي کمپاین وه چې دطالبانودجنګي مورال دکمزوري کولوپه غرض یې مخکې ترمخکې ورته تیاری نیولی وه.
په پاکستان کې دپاکستاني اوامریکایي استخباراتي ګډوعملیاتوپه ترڅ کې دملاعبدالغني (برادر) ګرفتارۍ هغه څه وه چې امریکایانودډیرې لویې بریا په توګه تلقي اوپه مارجه کې یې دمقاومت کوونکوطالبانودمورال کمزوري کولوپه لارې کې دفوق العاده ښوپایلوتوقع ترې لرله.
که څه هم چې په رسمي توګه تراوسه پوري طالبانودملابرادرنیونه نه ده تایید کړې خو پاکستاني چارواکي بیا دملابرادرترڅنګ دمولوي عبدالکبیر اوځینونورومهموطالب چارواکودګرفتاري خبره هم کوي لیکن طالبانوته نیږدې سرچینې بیادملابرادرله ګرفتاري نه سیوا دنوروطالب مشرانو اسارت نه تاییدوي اوطالبانویې هم په مکرره توګه دنوروهغودنیول کیدوخبره په ټینګه ردوي .
په دغسې حساس زماني مقطع کې دطالبانولپاره دملابرادرپه سویه دمهم پوځي اواداري شخص له لاسه ورکول ریښتیاهم لویه ضربه وه ،خوله دې هرڅه سره سره بیاهم امریکایانو چې کومه هیله له دغې ضربې څخه داوباما دنوې پوځي استراتیژۍ دبریالیتوب لپاره لرله هغه ترسره نشوه ؛ځکه په مارجې برسیره په هلمند ،کابل ،کندهار،زابل خوست ،کونړ،قندوزاونوروولایاتوکې په بهرنیوځواکونوباندې دطالبانوپه حملوکې لازیاتوالی راغی په تیره دکابل وروستي اغیزمن برید چې دمارجې دنسبي لاسته راوړنې رنګ یې بلکل ور تت کړ.
دطالبانوددغوپوځي تحرکاتوپه مقابل کې امریکایانوته دملابرادرله نیونې سیوا بله هیڅ لاسته راوړنه نه وه ورپاتې ،بس نودوﺉ هم دغې خبرې ته دغربي میډیا په مرسته زور ورکړی،اوهره ورځ دهغې په هکله نوي نوي انکشافات اعلانوي .
کله دکابل حکومت ته دهغه دسپارلو اوکله بیادنه سپارلو موضوع راپورته کړي ،کله دهغه دګرفتاري لامل له کابل سره دمذاکراتوپه پروسه کې دګډون لامل بولي اوکله بیا نوموړی دملګروملتونوله چارواکوسره په سري ارتباطاتو تورنوي …..
داټول ددې لپاره چې له یوې خوادجنګي طالبانو پوځي مورال تراغیزې لاندې روالي اوله بلې خواددغوتبلیغاتوپه وسیله د طالبانو په منځ کې په خپلوچارواکودبي اعتمادي فضا ایجادکړي.
لکه مخکې چې مووویل امریکایان غواړي سږکال په هرډول چې وي ځان ته دخټې دپوزې په جوړولوسره په ظاهري توګه په طالبانو خپل بریالیتوب ثابت اوطالبان دیته اړباسي چې په یوه کمزوري حالت کې دکابل په حکومت ورګډکړي او په نتیجه کې بیا نړیوالوته ووایې چې دادی داوباما پوځي تګلارې په افغانستان کې مثبته نتیجه ورکړه ،اودپوځي برلاسې په زوریې طالبان دیته اړیستل چې دکابل له حکومت سره خبروته کیني.
هغوﺉ یواځې دغه هدف ته درسیدولپاره کله په مارجه اوقندهارکې دمشترک عملیات په کاراچوي ،کله دکابل حکومت او طالبانوترمنځ دمذاکراتوډنډورې غږوي ،کله دلندن په کانفرانس کې طالبانوته دسیاسي رشوت موضوع مطرح کوي اوکله بیا دهیوادپه مرکز اوځینونورو ولایتونوکې دطالبانوپه مقابل کې دنورومسلحوقوتونو اوسیاسي جریاناتونودرامنځته کولوکوششونه کوي.
دامریکایانوله بده مرغه چې دهغوﺉ دغه ټولې هڅې اوهلې ځلې په داسې مهال کې دعمل په ډګرکې پیاده کیږي چې اوس دپسرلي موسم په رارسیدودی او له دې سره به په افغانستان کې دبهرنیوځواکونوپه خلاف دطالبانوپوځي فعالیتونه نورهم ګړندي کیږي چې له امله به یې په حتمي توګه دبهرنیوځواکونوپه لیکوکې دځاني اوپوځي تلفاتوکچه هم لوړیږي . په دغه پسرلي کې دپوځي تلفاتو اټکل هم خپله امریکایانوکړي اویواځې جنرال پتروس په سږني کال کې دیوزربهرنیو ځواکونو وژل کیدل منلي . درابرت ګیتس اوستانلې مکریسټل برخې لاندې معلومې چې هغوﺉ دواړوڅو،څوزره ترزړه ورته ایستلي .
که هغوﺉ دواړوهم دپتروس په څیر زر،زر تنه مړي تخمین کړي نوددریو واړوښاغلیو دوژل کیدونکو عسکرو مجموعي تخمین به په یوکال کې ددریوزروبهرنیانو له لاسه ورکول وي کوم چې دسپتمبر دخونړۍ پیښې د۳۰۰۰ وژل شویو امریکایانو دغچ اخیستلوپه پلمه افغانستان ته رالیږل شوي ول .
اوهغه شمیرچې د تیرواتوکلونوپه جریان کې دطالبانو دمرمیو خوراکه ګرځیدلي هغه به دامریکايي دیموکراسۍ دتجربوقربانیان دروسي نوم ورکواتلانوپه څیر همداسې دبي تخمینو په ډله کې حساب وی چې نه به یې دتوي شویو وینو اونه به په هغوﺉ دمرتبو پایلو په هکله چاته دپوښتنې مجال حاصل وي.