ناټو پوځونو تېره شپه د هلمند د نادعلي د کاريز او کندهار ولايت ژړۍ ولسوالۍ د پاسب په کلي کي يو شمېر شکمن کسان نيولي او د ناټو پوځي مرکزونو ته د پوښتنو ګروېږنو لپاره بېولي دي .
ناټو د يوې خبرپاڼي په ترڅ کي منلې ده چي د تيري شپې عمليات يې د استخاباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره کړي او ګمان کوي چي نيول سوو کسانو له طالبانو سره لاس درلودی .
د يادوني وړ ده چي ناټو زياتره وختونه د شپې لخوا د کورونو دروازې په بمونو الوزوي او اوسيدونکي يې له ځانونو سره بيايي چي دغه چاري ددولت او بهرنيو پر وړاندي د ولس کرکه زياته کړېده . افغانان نيوکه کوي چي بهرنيان ددوی کلتور او عنعناتو ته سپکاوی کوي او د غلو غوندي د شپې ددوی پر کورونو بريدونه کوي .