د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي نن د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کي وويل چي د نوروز په مناسبت په ننګرهار کي دوه ورځنۍ مېله او بېلابېل تفريحي پروګرامونه جوړوي ، نوموړي وويل هغو دولتي مامورينو چي دتېر کال په اوږدو کي يې غوره خدمتونه او خپلي دندي په ښه توګه اجرا کړي دي مډالونه او جايزې ورکوي .
شيرزي وويل چي د نوروز مېلې ته د ټولو زرګونو مېلمنو لپاره يې په دواړو ورځو او شپو مېلمستيا هم په پام کي نيولې ده ، نوموړی چي خپله هم د موسيقۍ شوقي دی دې مېلې ته يې يو شمېر هنرمندان هم ور بللي دي چي د نوي کال شپې ورځي په موسيقۍ او خوښيو تيري کړي .