د کابل کندهار پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښي له امله درې تنه مړه او دوه نور ټپيان سوي دي ، د شاجوی د امنيتي کسانو په وينا پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته سوې ده .
پرون هم د کابل سالنګ پر لويه لاره پنځه دېر کسان هغه مهال ووژل سوه او يو شمېر نور ټپيان سوه چي يوه ۳۰۲ موټر له بل موټر سره ټکر سو ، پرونۍ پېښه هم د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته سوې وه .
کارپوهان پر دولت نيوکه کوي چي په ټول هيواد کي يې د ترافيکي چارو د سمون په لاره کي د پام وړ خدمت نه دی ترسره کړی ځکه دغه ډول مرګوني پېښي رامنځته کيږي .