کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د شخصي ښوونځي او پوهنتون لومړی بنسټګر

د شخصي ښوونځي او پوهنتون لومړی بنسټګر

د افغانستان  د ښوونې په تاریخ کې
د شخصي ښوونځي او پوهنتون  لومړی  بنسټګر


د شورویانو له تیري وروسته کله چې په سلګونو زره افغانان  بهرنیو هېوادونو ته کډه شول نو ځکه خو یو شمېر ښوونځي  د بېلابېلو تنظیمونو لخوا  په ځانګړي ډول پښتونخوا کې  جوړ شول چې یوازې تنظیم غړو کسانو پکې د زده کړې حق درلود که څه هم چې د نړیوالو مرستندویو ټولنو لخوا تمویلیدل.
 هغه مهال چې د کمونستانو واکمنۍ په هېواد کې ړنګه شوه نو یو شمېر استادانو د تنظیمونو د خپل مینځي  جګړو له امله پاکستان ته کډه وکړه. پدغو استادانو کې یو هم  استاد شهسوار سنګروال  وه.
نوموړي ډېر زر په یوه ښوونیز نوښت لاسپورې کړ چې لومړی  د احمدشاه ابدالي بابا په نوم یوه شخصي لېسه جوړه کړه او بیا یې په ۱۹۹۲ کال  د احمدشاه ابدالي  په نوم یو پوهنتون  د لومړي ځل لپاره په پېښور کې پرانست چې د پوهنځیو  شمېر یې شپږو ته رسېده لکه د طب پوهنځی، انجنري پوهنځی ، د زراعت او کرهنې پوهنځی، د اقتصاد پوهنځی ، د شرعیاتو او حقوقو او سیاسي  علومو پوهنځي  یادولی شو.
په یادو شو پوهنځیو کې په زرګونو تنه شاګردان  نجونې  او هلکان په زده کړو بوخت شول. او هر وخت به سنګروال صاحب سپارښتنه کوله چې فرصت له لاسه مه ورکوئ.
که څه هم د احمدشاه ابدالي پوهنتون  تعلمي نصاب  د کابل پوهنتون د کوري کلمه په بڼه ترتیب شوی وه نو ځکه د دعوت جهاد  او حزب اسلامي پوهنتونونو مشرانو (حکمتیار صاحب،رباني صاحب  او سیاف صاحب)  ورسره سخت مخالفت وکړ . ولې د احمدشاه ابدالي پوهنتون رئیس  او بنسټګر استاد شهسوار سنګروال  په ډېرې مېړانې  د پوهنتون  ودې  او پرمختګ  ته مټې راونغاړلې.
که څه هم  د پوهنتون  مخالفینو  په استاد سنګروال باندې  ډېر بېځایه تورونه ولګول  ولې د نوموړي  په هوډ کې  کوم بدلون رانغی.  کله چې د احمدشاه ابدالي پوهنتون ښه وچلېد نو د دعوت جهاد  او حزب اسلامي  پوهنتون  ډېر شاګران هم همدې پوهنتون ته ځکه راغلل چې تعلمي نصاب یې علمي ارزښت درلود.
دا د شخصي پوهنتون لومړۍ تجربه وه  چې بنسټ یې د استاد سنګروال لخوا کېښودلی شو. نو ځکه خو بیا د دغه پوهنتون له تاسیس  نه درې کاله وروسته د افغان کډوالو لپاره دوه نور  پوهنتونونه د سیدجمال الدین افغان  او هېواد په نوم جوړ شول  چې د یوه رئیس  استادملنګ  او د بل  یې ډاکتر باختر وه  چې دی هم لومړی د احمدشاه ابدالي  پوهنتون شاګرد وه.
د پاکستان حکومت  او یو شمېر تنظیمي  مشرانو  کوښښ کاوه چې د احمدشاه ابدالي پوهنتون  رئیس په ځای خپل کوم تن وګماري  نو هماغه وه چې د ای،اس،ای  په ګواښ استاد  سنګروال دېته اړ شو چې باید په ۲۴ ساعتو کې د پاکستان له خاورې ووځي. او همداسې هم وشول.
د پاکستان حکومت بیا  د پېښور  د پوهنتون  پخوانی  رئیس  درانی  د استاد سنګروال په ځای وټاکه چې وروسته د هېواد او سیدجمال الدین  پوهنتونونه  هم ورسره یو ځای شول او د افغان پوهنتون  په نوم د پاکستان د حکومت  په ټینګار یاد شو چې بیا دغه پوهنتون  د خوست په نوم  یاد شو.
د افسوس خبره ده چې موږ هغه وخت  د استاد سنګروال په قدر  پوه نشو خو اوس  چې زه د ده له برکته یو ډاکتر یم خدای شته  چې د زړه له کومې  ورته  د درناوي  سر ټیټوم. زه څه چې زما په څېر زرګونه ډاکتران، انجنران او د نورو څانګو شاګردان  روزلي دي. دېته خواشینی یم چې ولې د کرزي صاحب  دولت ورته  پاملرنه نکوي  چې د هېواد  له دغه پیاوړي لیکوال، شاعر او تاریخپوه  د هېواد په ګټه استفاده وکړي.
په عمر دې ورته برکت شي.