په پکتيا کې د خوځښت په نوم نوي مجله له چاپه راووته
په پکتياکې د خوځښت کلتوري ټولنې له خوا د خوځښت خپلواکې،سياسي،کلتوري او ټولنيزې مجلې لومړۍ ګڼه په ښه سکښت او ښه بڼه له چاپه راووته ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول د پکتيا شريفو او شمله ورو خلکو ته د يې مرغ ورښه وي
خوځښت خپلواکه،سياسي او کلتوري مجله د خوځښت کلتوري ټولنې خپرنيز ارګان دى چې د امتياز خاوند يې خوځښت کلتوري ټولنه ده او مسول مدير يې سميع الله پيوند دى. په خوځښت مجله کې سياسي،ادبي او ټولنيزې ليکنې ځاى شوي دي.
خوځښت د هېوادد پتمن ملت د هغو ځوانانو او کړيو د خوځولو په موخه خپريږي چې عقل لري، پوهه لري، او رڼه ذهنيتونه لري خو د حالاتو پردي څرخ د لټۍ او بې غمۍ په درانه خوب ويده کړي دي.
له خوځښت سره په دغه peiwand.paktya@gmail.com بريښناليک اړيکه نيولى شئ .