په پاكستان كښې كيدونكي انتخابات د دهوكې پاك نشې كيدلې نړيوال څارندويان دي دپاكستان په انتخاباتو ځير نظر وساتي د امريكا د بهرنيو چارو سكرتر رچرډ باوچر كانګرس ته په يوه بيان كښې وئيلي دي چى د پاكستان په انتخاباتو كښې د درغلۍ امكان نشو ردول د پاكستان دلوري په سمدستي توګه غبرګون ندي ښكاره كړل شوي رچرډ باوچر زياته كړي ده چى په پاكستان كښې د انتخاباتو تاريخ و كتل شي او موجوده حالاتو ته وكتل شي نو د درغلۍ امكان موجود دى.