په شمالي وزيرستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو په بريدونو كې نژدې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د سيمه ييزو چارواكو په وينا د يوې بې پيلوټه الوتكې له خوا لومړى بريد له ميران شاه څخه پنځه ويشت كيلومټره ليرې د تاخيل تحصيل په كلي كې د حافظ ګل بهادر پر ډله وشو چې، چې دوه په كې ووژل شول او درې ټپيان شول.
دوهم بريد د ميران شاه په ټوچي سيمه كې د طالبانو پر موټر شوى چې پنځه يې وژلي او درې يې زخميان كړي دي.
په تېرو څو مياشتو كې د پاكستان په قبايلي سيمو كې د امريكايي ځواكونو بريدونه زيات شوي، چې په پايله كې يې زيات شمېر افغاني او پاكستاني وسله وال طالبان وژل كيږي.