افغان ولسمشر حامد كرزى به ايران ته د هغه هېواد د ولسمشر احمدي نژاد په غوښتنه يو رسمي سفر وكړي.
د افغانستان د ولسمشر يوه وياند سيامك هروي فارس خبرې اژانس ته ويلي چې د ولسمشر حامد كرزي د سفر نېټه لا نه ده ټاكل شوې، خو كېداى شي چې نوموړى به ايران ته په راتلوونكو دوو اونيو كې لاړ شي.
د خبر له مخې د افغانستان، ايران او تاجكستان ولسمشران به په تهران كې د مارچ په ۲۶ سره وګوري.
د ايران ولسمشر احمدي نژاد څو ورځې وړاندې افغانستان ته راغلى و، نوموړي له ولسمشر كرزي سره تر ليدنې وروسته په يوه خبرې ناسته كې پر امريكا تور لګولى و چې په افغانستان كې دوه مخى سياست چلوي.