پنځمه برخه (دوهم فصل)
د بین النهرین جغرافیایی موقعیت :
د آسیا په جنوب لویدځ کی دوه لوی سندونه د دجله او فرات په نوم موجود دی چی د قفقاز د غرو څخه سر چنه اخلی او د فارس په خلیج کی تؤیږی هغه سیمه چی Mesopotamia ددی دوو سندونو په منځ کی واقع سوی ده د بین النهرین
په نوم یا دیږی .
د میلاد څخه دری زره کاله مخکی په دغه سیمه کی ښار او دولت منځ ته راغلی دی دغه سیمه ډیره حاصل خیزه وه ځکه چی د دجلی او فرات سندونو چی به څه خټی او لای دی سیمی ته راوړل نو دغه کار ددی سبب شوو چی مځکه یی ډیر ښه سمسوره او حاصلات یی پریمانه وی .په بین النهرین کی لومړی د سوریانو، اکا دیانو ، بابلیانو ، او اشوریانو تمدونونه یو په بل پسی منځ ته راغلی دی.
د میلاد څخه مخکی څلورمه زریزه کی د بین النهرین په جنوب کی د هغو لوړو غونډیو پر سرو نو باندی چی د سیلابونو د خطر څخه لری وی، کروند ګرو ژوند پیل کړ .
د بین النهرین دغه جنوبی برخی د ( سومر) په نوم او خلک یی د سومریانو په نوم یا د سوی دی . سومریانو په لومړی سر کی خپل کورونه د خټو او نلانو څخه جوړول او خواړه یی هم د مالداری ، کرنی او ښکار څخه تهیه کول .
لکه چی څرګنده شوه دبین النهرین لرغونی مدنیت چی د نوموړو دوو سندونو
ترمنځ سیمه کی را زیږیدلی دی د اوسنی عراق او سوریی (Eufrat , Tigers(
لویه برخه را چاپیروی ، په حقیقت کی دبشری کلتو اوتاریخ بیسټ جوړوی .
لومړنی ابتدایی ټولنه چی د ښکار په وییله یی خواړه برابروله په همدغه بین النهرین او نژدی ختیځ په سیمو کی ، رامنځ ته شویدی . همدغه لرغونی سیمه وه چی د میلاد څخه ۳۲۰۰ کاله مخکی لیکنه په کی رامنځ ته او وده یی ومومندل .
په دغه لرغونی سیمه کی فزیکی بدلونونه د د کنګل یا یخی د وروستی دوران څخه وروسته رامنځ ته سوی دی چی ورسته بیا په کتابونو کی د ددغه لرغونه مدنیت د سیاست ، کلتور ، د خلکو د ژوندانه د ډول ، اقتصاد او نورپه هکله زیاتی څرګندونی سوی دی . میکایل روف چی د دغی سیمی په هکله زیاتی څیړنی کړی څرګندوی چی : د اور او اورک هغه لومړنی ښارونه وه چی خلکو د کوچی ژوند څخه مشته او ځای پر ځای اوسیدلو ژوند ته وده او پرمختیا و موندل ځایونه او معبدونه یی جوړ کړل چی د بابلیانو او سومریانو امپراطوری یی څرګندی بیلګی دی . همدارنګه د پارس امپراطوری چی ډیره ځلانده وه او د میلاد څخه ۳۳۰ کاله مخکی د ستر الکسندر په وسیله ونړیدل . شک نشته چی دغه راز لرغونی معلومات دلرغون پیژند نی د برسیرونو په بنسټ رامنځ ته سوی د ی چی ساحه یی د د منځنی سمندر څخه نیولی بیا د ایران تر دښتونو او د سوریی تر قصرونوپوری رسیږی چی د نورو تر څنګ یو شمیر زیات دیا قوتو او زمرودو مربوطو زیوراتو ځنی تر لاسه شوی چی د هغه وخت خلکو د سنګار لپار استعمالول . دغه راز ارزښتناکه زیورات د سوداګری په توګه د میلاد څخه ۳۰۰۰ کاله مخکی تر افغانستان پوری را رسیدلی دی . *
په دی وروستیو وختونو کی د ایران په ختیځ کی د لرغون پیژندنی د څیړنو له مخی نوی معلومات تر لاسه سوی چی د میلاد څخه مخکی دریمی زریزی په اوږدوکی د سند او بین النهرین د سیمو تر منځ لارو کی د سوداګری په برخه کی نوی تفکر رامنځ ته شو دغه پراخه سیمه چی د بین النهرین څخه د سند تر وادی پوری غزیدلی ده ، په هم هغه وختونو کی یی زیات نفوس درلودی چی د سوداګری کاروانونو تګ او راتګ په کی کوی . خلګ یی په هغو سیمو کی چی سطحه یی تر اوبو لاندی وه متمرکز سوی وه ددی سیمو ایکولوژیکی حالت او ددوی توان ددی سبب سوی ؤ چی ښارونه پکی جوړ او اقتصاد یی وده وکړی .
د بین النهرین سره موازی د دریمی زریزی په پیل کی هغه سیمی چی د ښاری ژوند او مدنیت د ودی امکانات په کی موجود وه په عمده توګه عبارت وه : د
کاشان دسهالک د وادی د البرز د جنوب کپته برخی (حصار) ترکمنستان ( نمازګاه ـ ۳ ) .
………………………………………………………………………………………….
* – Michael Roaf ; Mesopetamien og den Nære orent i oldtiden .
۳ـ د هیرمند د سند وادی په تیره بیا دهغه د تلاقی نقطه ارغنداب چی د مندیګک د استوګنی ساحه یی شاته واقع سوی ده ، به دغه ځای کی دموکراتیکه وده څرګنده دده او تمرکز یی په تیره بیا په شهرسوخته کی په ډاګه ښکاری .
۴ـ د کرمان په تنګو وادیو کی چی دو روستیو څیړنو له مخی په دغو سیمو کی مالداری ،د حیواناتو روزنه ، حمل او نقل ، او د حجاری څخه ګټه اخیستل رواج درلودی . (۱)
۱ ـ سیستانی محمد اعظم سیستان قبل از اسلام ۳۸ مخ
د هلمند ماو ارغنداب وادی ( مندیګک ۳ او د شهرسوخته ۱ـ۲ ) او د لرغونی کرمان د وادی ۴ـ۵) او ددی سیمو تر مینځ وادی ګانو کی ځای په ځای اوسیدنه او ژوند نسبتأ لږ ؤ ځکه چی د کرنی امکانات په کی محدود وه . د جغرافیایی څیړنو له مخی او د مادی فرهنګ د ودی په اساس پنځه لاندنی فرهنګی ایالتونه تشخیص شو دی :
۱ـ د ترکستان جنوب چی په ۲۰۰ کیلومتره مربع ساحه کی یی اوسیدونکی سره تیت شو وه د میلاد څخه مخکی د دریمی زریزی په دوران کی په عمده توګه یی رود خانی په دلتا کی تمرکز در لودی .
۲ـ د کمرګان او د امغان جلګی چی د حاصیلاتو له مخی د استوګنی په سیمه بدل شوی اوحصار یی یوه غوره بیلګه ده .
د بین النهرین لرغونی تمدن او دهغه دآاثاروپرتله د مندیګک سره
د تاریخ د ډیرو لرغونو وختونو څخه نیولی بیا زموږ تر اوسنی عصر پوری د بین النهرین د کنترول لپاره مبارزه او هلی ځلی شوی دی ځکه چی دغه ډیره سمسوره او د کرنی لپاره ډیره وړ سیمه وه او څنګه چی د نیل رود د مصر لپاره زیات مهم ؤ ، همدارنګه د بین النهرین د لرغونی مدنیت بنسټ هم پر د جله او فرات باندی تکیه ؤ . څرنګه چی د هغه وخت ودانی د ډبرو څخه نه بلکی د اومو خښتو څخه جوړی سو وی او لیکنی یی هم د لمر په وسیله وچو شوو خښتودیوالونو باندی شوی وی ، ځکه نو هغه د تاریخ په اوږدو کی له منځه تللی دی .
خو د مجسمو له مخی ښکاری چی ددی ځای اوسیدونکی لنډی ونی او مستقیمی پزی درلودلی . د نژادی پلوه هغوی عمومأ د مدیترانی د خلکو په لست کی را غلی دی هغوی دغه سیمی ته د کوچیانو په توګه د عربو د صحرا څخه راغلل بابلیانو او ) دسیاسی او کلتوری پلوه زیات پرمختګ وکــړ . Assyrians سوریانو (
د سومریانو عنعنات د اوږدی مودی لپاره : Somerians ســــومـــریان
د یوه پیاوړی پرمخ تللی مدنیت او یوی منظمی ټولنی څخه نکل کوی خو د تاریخی شواهدو څخه دا هم څرګنده شوی ده چی د یو شمیر سیلابونو او طوفانونو له امله ښارونه وران شوی او پر نوموړو کنډوالو باندی دوباره ښارونه جوړ شوی دی .
، Nippur او نیپر Lagash ، اوما ، لاګش Ur د هغوی ستر ښارونه د اور
څخه عبارت دی . سومریانو یو قوی سیاسی سیستم جوړ کړ چی تقریبآ ۱۰۵۰۰ کاله یی پایښت وموند .
د سومریانوکلتور په ټول بین النهرین کی خپور شو حتی د کریټ او مصر سیمو ته په مرسته راورسیدی او تمدن ) د فتح ( ۲۳۷۰ ـ ۲۵۰۰ ق م Akad هم د اکاد
يي په ټول بین النهری کی خپور شو خو د هغوی پاچهی د بربریانو د یرغلګرو له خوا ورانه شو ه خو د اور ښار د پاچا د خوا د میلاد څخه کابو ۲۳۹۸ کاله مخکی ، بیرته جوړ شو ، په دی ډول د اور ښار د ددیوالونو ، قصرونو ماڼیو او مجسمو او معبدونو په لرلوسره د یوه پیاوړی او غوړیدلی ښار په توګه رامنځ ته شو . د زیکوریټ Ziggurat ستر معبد د نانور د سپوږمی خدایپه ویاړ جوړ شو چی د پاملرنو وړ ودانی یی لرل او دهغه یوه برخه لا تراوسه پوری ولاړه ده .
بابلیانو د میلاد څخه څه دپاسه ۲۳۰۰ کاله مخکی دغه ټوله سیمه فتح کړه .
د سومریانو کلتور :
د سومریانو تر ټولو مهم او لوی کارد هغوی د لیکنی د سیستم د جوړښت څخه عبارت دی چی ۴۰۰۰ ق م کی د استفادی او ستفاضی وړ ګرځیدلی دی .سومریانو د لیکنی مفکوره د جنتری د هغو مهرونو او ټاپو څخه اخیستی ده چی شخصی او کورنی منشأ یی لرل او وروسته دغه سمبولونه د اقتصادی او مذهبی ترمنلوجی د څرګندولو په لاره کی د استفادی وړ وګرځیدل .
سومریانو د یوی وړی قطعی مخکی د لاسته راوستلو لپاره ډیری ستونزی ګاللی خکه چی د دجلی او فرات دسندونو طغیانونو د دواړو خواوو مځکی تر اوبو لاندی کولی .
خو د سیلابی موسم څخه وروسته لوړی مځکی ډیری ژړ وچی سوی او کښته سیمی به یی د نلانو څخه ډکی شوی .
سومریانو په لومړنی او ابتدایی وسایلو سره د طبعیت سره مبارزه پیل کړه خو وروسته له هغه د میلاد څخه دوهمه او دریمه زریزه کی د سومریانو د نه ستړی کیدونکی کار په برکت د بین النهرین سیمه په یوه سمسوره سیمه بله شوه .هم دا رنګه د اوبو لګولو د ابتدایی سیستم او لومړنیو تاسیساتو په رامنځ ته کیدو سره یی د کرنی محصولات له غنم ، جواری او خرما یزیات شوه .سومریانو د میلاد څخه څلور زره کاله مخکی مس وپیژندل خو د مسو او بونزو څخه په یپراخه یبپیمانه ګټه اخستل د میلاد څخه مخکی در یمه زریزه کی رواج په کی وموند او بیلا بیل کسبونه رامنځ ته شول .
د طبقاتو او غلامی د دولت رامنځ ته کیدل :
د بین النهرین به جنوب کی د مصر په شان د مالداری ، کسبګری او کرنی وده ، د طبقاتو د رامځ ته کیدو سبب شول .
د غلامانو لپاره د غلامی کار مهم شو . د غلامی اصلی منابع جګړی او د ګاونډیو هیوادونو څخه د غلامانو رانیول تشکیلول بر سیره په دی ماشومان هم رانیول او پلورل کیدل چی په وروسته وروسته کی به پوروړی بزګران هم په غلامانو بدل شول .
د میلاد څخه څلورزره کاله مخکی د بین النهرین په جنوب ( سومر ) کی واړه او مستقل دولتونه لکه د اور ، اوورک ، کاسی ، کیش ، نیپو او نور رامنځ ته شول .
سومریان هغه لومړنی خلک وه چی د بین النهرین په جنوب کی یی د مدنیت بنسټ کیښود هغه دوهم قوم چی د بین النهرین په جنوب کی یی مدنیت پیل کړ اکاد یان وه دغه دواړه مدنیتونه د بین النهرین د غلامی د نظام دولتونه وه .
بادارانو به د غلامانو څخه په کارخانو ، د اوبو لګولو تاسیساتو ، کرنه او چوپانی کی ګټه اخیستل ، څرنګه چی خانانو زیاتی مځکی او غلامان درلودل نو یی نفوذ هم زیات ؤ او همدارنګه د ښار حکمان به هم دهغوی څخه ټاکل کیدل چی په پای کی د اکادیانو فرمان روایانو زیات قدرت وموند . سارګون د اکادیانو پاچاه ۵۴۰۰ تنوڅخه یو حرفوی او مسلکی لښکر جوړ کړاو د جنوب په لوری یی یرغل وکړ څو چی د سومریانو ښارونه یی یو په بل پسی ونیول .
د اکاد پاچهانو د سومریانو د دی کار تقلید وکړ او هغه ته یی وده پسی ورکړه دغو پاچهانو د اشتراکی ټولنی مربوطی مځکی ونیولی او پیسی به یی هم د اشتراکی ټولنو ریسا نو ته ورکول کیدی په دی ډول به په اشتراکی ټولنه کی مالونه د شتمنو په واک کی ورتلل او اکثریت خلک به په اجاره دارانو ، مزدورانو او غلامانو بدلیدل خو په پای کی د هغه ښورښونو په نتیجه کی چی د درندو مالیاتو ورکولو له امله رامنځ ته شول ، د اکاد دولت کمزوری شو او د بل قوم یعنی بابلیانو په وسیله یی دولت ړنګ شو .
بـــابــلیان :
بابل د فرات د سند څنګ ته یو ښار ؤ چی د شمالی او جنوبی بین النهرین د سوداګری لاره وه د دغی سیمی عمده حاصیلات غلی دانی او خرما وه . سومریانو غلی دانی او خرما صادروله او دهغه په بدل کی یی د اړتیا وړ مواد لکه لرګی او فلزات د شمالی بین النهرین څخه واردول . څرنګه چی د موادو راکړه ورکړه د وچی مځکی او د اوبو له لاری د بابل په ښار کی تر سره کیده ځکه نو د سوداګری د ښه دریځ له امله دغه ښار په یو د پانګی ډک او ستر ښار باندی بدل شو . او ماړه یاشتمن او نیستمند خلک پکی رامنځ ته شول .
د میلاد څخه دوه زره کاله مخکی د طبقاتو د تشکیل سر ه سم هلته هغه دولت چی د شتمنو د ګټو ساتندوی ؤ ، جوړ سو .
د بابل د سترو پا چهانو د جملی څخه یو هم حمورابی ؤ چی د میلاد څخه ( ۱۷۹۲ ـ ۱۷۵۰ ) کلونه مخکی یی ژوند کاوه هغه زیاتی برخی د خپلو ګاونډیو ایا لاتو په شمول تر خپلی ولکی لاندی راوستی .
د لرغون پیژندنی د څیړنو او کیند نو په پایله کی څر ګنده شوی ده چی د یو شمیر زیاتو شیانو لومړنی منشأ د بابل د تمدن څخه اخستل سوی ده په جنوب لویدیځه آسیا او حتی په لرغونی یو نان کی زیات مسایل د دغه مدنیت څخه نشأُت کړی دی .
بابلیانو په هم هغه لرغونی زمانه کی لمریزی جنتری او کلیزی ته وده ورکړه او یو کال یی پر دولسو لمریزو میاشتو باندی وویشی او یوه میاشت یی د سپوږمی د دوام په اساس دورځو څخه جوړه کړه او په دی ډول یوه اونی اوه ورځی وټاکل سوه .
هغوی د بو ټواونبا تاتو څخه د تداوی او درمل په برخه کی په زیاته پیمانه ګټه اخیستل پیل کړه او یو شمیر زیاتی ناروغی له دی امله تداوی سوی ، د مثال په توګه د آفتاب ګردان دګل د تخم څخه یی د غاښو د درد د تداوی په برخه کی ګټه اخیستل او د همدی دردونو او ناروغیو د درملنی لپاره یی شدی تجوزولی او د غوړو شامپو ا و بیر ( د اربشو څخه جوړ شوی کمزوری الکهول ) به یی د ویښتانو د ناروغیو د درمل په برخه کی په کار اچول . همدا رنګه د نجوم او ریاضی په برخه کی یی هم د پام وړ پرمختیا کړی وه . (۱)
ددی سیمی اقتصادی ، کلتوری او فرهنګی خصوصیاتو په پام کی نیولو سره په ډاګه ښکاری چی دغه لرغونی مدنیت زموږ د مندیګک د لرغونی تمدن سره اړیکی درلودی . په دغه سیمه کی د حفریاتو په پایله کی نقاشی او تزءین سوی د کلالی لوښی چی پر هغه باندی د حیواناتو او الوتونکو مرغانو تصویرونه ښکاری . او د ژویو یا حیواناتو وړی( تره کوټی ) او د مور الهه ، تر لاسه شوی ده . باید وویل شی هغه د کلالی لوښی چی ددی ساحی څخه تر لاسه سوی دی ، د سید قلعه د کلالی لوښو سره ډیر شباهت او ورته والی لری یعنی دغه لوښی هم د هغه ځای لوښو ته ورته نصواری رنګ لری چی ځنی یی هندسی او یو شمیر یی حیوانی ډیزاینونه لری په مندیګک کی د لوښو نډول د لوړ جدار لرونکی کاسی ، لاستی لرونکی کوزی مفرغی اوزار یی لکه مفرغی قلم ، تبر او نور دی چی په مجموعی توګه په دغو توکوو او آثارو کی د بین النهرین د آثارو یو لړ ګډ او ورته خصوصیات ښکاری . (۲)
………………………………………………………………………………………….
1- TE SWAIN A HISTORY OF WORLD CIVILIZATIOH 1976
(۲) ـ ارام محمد احسان عصر مفرغ در افغانستان پروژهء علمی تحقیقی ۱۵۹ صفحه .